د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر افغانستان د هالیووډ نوی فلم، ''۱۲ غښتلي''


د هاليووډ سینیما نوی فلم۱۲ غښتلي (سټرانګ ۱۲، 12 strong ) به د جنورۍ پراتلسمه نندارې ته وړاندې کېږي. د دې فلم وروستی ټرېلر هم خپور شوی دی.

په فلم کې مشهور اداکار کريس هيمسورټ او نورو کار کړی دی. دا په ریښتونې کيسه جوړ فلم دی، په دې کې د هغو دولسو امريکايي پوځيانو کار ښودل شوی چې په افغانستان کې پر اسپو سپاره ول او د وسله والو طالبانو او القاعدې شبکې پرضد یې په ځانګړيو عملياتو کې برخه اخېستې وه.

دا د امريکا ځانګړيو ځواکونو لومړۍ ډله وه چې د يولسم سيپټېمبر تر ترهګريزو بريدونو وروسته افغانستان ته لېږل شوې وه. په دي ډله کې ۱۲ پوځيان شامل ول.

په هغه وخت کې امريکايي ځانګړي ځواکونه د شمالي ټلوالې له یوه مشر عبدالرشيد دوستم سره ملګري شوی ول او د وسله والو پرضد يې په غير-روايتي جګړو کې برخه اخېستې وه. په دا وروستيو کې د امريکا استخباراتي ادارېCIAد دغو پوځيانو په اړه معلومات خپاره کړي ول. دغو سرتېرو ته پر اسپو سپاره پوځيان ويل کېږي.

XS
SM
MD
LG