د امریکه د دفاع وزارت د روس هغه اشارې او کنايې رد کړي دي چې د شام په مغربي برخه کې د روس په هوايي او بحري اډو اوسني ډرون بریدونه امریکايي ځواکونو کړي دي. د دې وزارت ویاند میجر ايډريان ګیلووی د جنورۍ په نهمه وويل دا خبره امريکا دې په دغو حملو کې کوم کردار لوبولی وي، بې بنياده او غیرذمه واره ده.
روس ویلي دي چې د جنورۍ د پینځمې او شپږمې شپې ترمنځ په ترسره شوي ياد برید کې په وسلو سمبال دیارلس ډرون الوتکې کارول شوي وي چې هدف يي په همېیميم او طارتس سیمو کې د دوي مرکزونه وو. په بریدونو کې څه ځاني او مالي تاوان نه دی شوی.
د شام په کورنۍ جګړه کې روس د شام ولسمشر بشرالاسد سره مهمې مرستې کړې دي. امریکا بیا د ځينو باغي ډلو ملاتړ کوي چې له کبله يي د دواړو هیوادونو اړیکې کړکیچنې دي.