د امریکا استازو جرګې د یوه پرېکړهلیک په منلو سره په ایران کې د حکومت ضد پراخو اعتراضونو ملاتړ کړی او د حکومت لهخوا ځپنه یې په کلکه غندلې ده.
د امریکا د استازو جرګې لهخوا په دغه پرېکړهلیک کې چې د سېشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۹» تقریباً په بشپړ اکثریت تصویب شو، په دې مانا چې د دې جرګې ۴۱۵ غړو ورته مثبته او یوازې دوو منفي رایه ورکړه، په ایران کې د حکومت ضد مظاهره چیانو ملاتړ شوی او د تهران له خوا د ځپنې اقدامات غندل شوي دي.
په پرېکړهلیک کې ویل شوي چې دا جرګه د ایران د خلکو چې د یوه مستبد او فاسد رژیم په وړاندې قانوني او سولهییز اعتراضونه مخ ته وړي، ولاړه ده او د ایران د خلکو په وړاندې د حکومت له لوري له بشري حقونو څخه جدي سرغړونې په کلکه غندي.
پرېکړهلیک همداراز د ولسمشر ټرمپ له ادارې غواړي چې په ایران کې له بشري حقونو پر سرغړونکیو نوي بندیزونه ولګوي.
د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر اېډ رایس وویل د دې تر څنګ چې د ایران له خلکو سره درېږو باید دا روښانه کړو چې دوی زموږ د بندېزونو قرباني نه شي بلکې په دغو بندېزونو کې باید مستبد او بېثباته رژیم په نښه شي نه د ایران خلک.
د دغه د حکومت ضد اعتراضونو په ترڅ کې چې د تېر کال د ډسمبر د میاشتې له ۲۸ راهیسې پیل شوي، تر اوسه ۲۲ تنه وژل شوي او په سلګونه کسان نیول شوي دي.
پرون د ایران د پارلمان یوه غړي وویل چې شااوخوا ۳۷۰۰ کسان نیول شوي دي.
د پارلمان د اصلاح غوښتونکي غړي محمود صادقي له لوري دغه شمېره له هغې ډېره لوړه ده چې حکومتي چارواکو تر اوسه رسماً ورکړې ده.
په عین حال کې د ایران ستر مذهبي مشر ایاتالله علی خامنهاي بیا ادعا وکړه چې تهران هغه دسیسه چې د ده په وینا د امریکا د متحده ایالاتو او بریتانیا لهخوا په ایران کې ناارامیو ته د لمن وهلو لپاره ترتیب شوې وه، شنډه کړه.
د امریکا متحده ایالاتو او نورو بهرنیو هېوادونو چې د ایران ستر مذهبي مشر تورن کړي، دغه ادعا رد کړې ده.
په ایران کې پیل شوي د حکومت ضد پراخ اعتراضونه په لسګونه ښارونو کې شوي دي.
پراخه بېکاري او اداري فساد اصلي عوامل دي چې معترضینیې لارو کوڅو ته را ایستلي دي.