د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: صوبايي اسمبلۍ ته جوخت چادونې شپږ وژلي، ګڼ ژوبل


کوته - د بلوچستان د مرکز کوټې ډي ای جي عبدالرزاق چیمه خبریالانو ته ویلي په برید کې د څلورو پولیس سرتېرو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او اتلس نور ژوبل دي چې په هغوی کې هم ډېری پولیس عسکر دي. ښاغلي چیمه ویلي ګمان کوي چې دا یو ځانوژونکی برید خو لا هم کره نه شي ویلي او په دې اړه پلټنې کوي.

د کوټې په لوی هسپتال کې هم بېړنۍ حالت دی، د روغتون ویاند وسیم بېګ خبریالاتو ته ویلي چې په ژوبلو کې د څلورو کسانو حالت د اندېښنې وړ دی.

دغه چاودنه د پولیس سرتېرو له یوې لارۍ سره جوخت شوې ده. له جي پي او چوک سره نېږدې پولیسو د امنیت په خاطر د خلکو تګ راتګ بند کړی وو. له دغه چوک سره نېږدې پر زرغون سړک د بلوچستان مهمې سرکاري ودانۍ دي لکه صوبايي اسمبلۍ، د صوبې ګورنر کور، د اعلا وزیر کور او های کورټ شتون لري.

د چاودنې له سیمې سره تلونکې لارې لا هم د ټرافیکو پرمخ تړلې دي.

د مشال راډيو خبریال ایوب ترین وايي، چادونه هله وشوه کله چې د بلوچستان اسمبلۍ غونډه پای ته ورسېدله. نن د پخواني اعلا وزیر ثناالله زهري خلاف په اسبملۍ کې د بې باروۍ لیک راوړل شوی وو چې نوموړي پر قرارداد تر بحث وړاندې د صوبې ګورنر محمد خان اڅکزي ته خپله استعفا وړاندې کړله. زموږ خبریال وايي په کوټه ښار او خاصکار له صوبايي اسمبلۍ سره نېږدې لارو کوڅو کې په لوی شمېر کې پولیس او سرحدي عسکر ګمارل شوي ول.

پولیس چارواکیو ویلي چې د امنیت لپاره یې له دغه سیمې سره نېږدې تر شپږ زره زیات پولیس سرتېري ګمارلي ول.

ځینې نورې رسنۍ بیا دا یو ځانوژونکی برید بولي چې پر موټرسایکل سپور تن د پولیس سرتېرو له یوې لارۍ سره خپلځان الوزولی دی. د پېښې پرمهال یو مسافر وړونکی بس هم اغېزمن شوی.

د دې چاودنې مسوليت تحريک طالبان پاکستان منلی او وايي، دا ځانمرګی برید وو.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG