د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران لومړنیو ښوونځیو کې پر انګرېزي ژبه بندېز لګېږي


د ایران د پوهنې وزارت یوه جګپوړي چارواکي ویلي چې د دې هېواد حکومت به په لومړنیو ښوونځیو کې د انګلیسي ژبې پر زده کړو بندیز ولګوي.

د ایران د پوهنې د عالي شورا مشر وايي، د حکومتي او غیرحکومتي لومړنیو ښوونځیو په تعلیمي نصاب کې د انګلیسي ژبې تدریس د ایران له قوانیو او مقرراتو سره په تضاد کې دی.

مهدي نوید ادهم د یکشنبې په ورځ یوه دولتي تلویزیون ته وویل، تصور دا دی چې د زده کوونکو د کلتور بنسټ له لومړنۍ دورې پیلېږي او ځکه د انګلیسي ژبې پر زده کړه بندیز په پام کې دی.

د ایران رسمي ژبه فارسي ده او د انګلیسي ژبې د تدریس لارښوونې د ښوونځي په منځنۍ دوره کې چې زده کوونکي د ۱۲ او ۱۴ کلونو ترمنځ عمر لري، پیلېږي، خو په ځینو لومړنیو ښوونځیو کې د کم عمره ماشومانو لپاره هم د انګلیسي ژبې زده کړه پیلېږي.

تراوسه معلومه نه ده چې د ایران حکومت دا پرېکړه عملي کړې کنه، خو که د انګلیسي ژبې پر تدریس بندیز عملي کېږي، نو ښايي له کم عمره ماشومانو پیل شي.

په ایران کې یوشمېر زده کوونکي له ښوونځي وروسته د بهرنیو ژبو د زده کړې کورسونو ته ځي او حتی ځیني ماشومان چې ښه اقتصادي شرایط لري، په خصوصي ښوونځیو کې په انګلیسي ژبه درس وايي.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي مخکې په وړکتونونو کې د انګلیسي ژبې د تدریس له کبله اندېښنه څرګنده کړې وه.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي

خامنه یي په ۲۰۱۶ کال کې ښوونکو ته په وینا کې ویلي وو چې د ده هدف له بهرنیو ژبو سره مخالفت نه دی، بلکې د انګلیسي ژبې تدریس د ده په وینا، د ایران په ماشومانو، تنکیو زلمیو او ځوانانو کې د بهرني کلچر د خپراوي په معنا ده.

په ایران کې پر انګلیسي سربېره د نورو ژبو له تدریس سره هم مخالفت ښودل شوی دی.

په ۲۰۱۷ کال کې د ایران استخباراتي ادارې د کردي کرمانجي د لیک لوست په نوم د کردي ژبې د یوه تدریسي کتاب د خپرېدو مخنیوی وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG