د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران انقلاب ساتونکی ځواک وايي، مظاهرې یې ناکامه کړي


پراګ - د ایران انقلاب ساتونکی ځواک وايي، حکومت ضد مظاهرې یې ناکامه کړې دي.

سپاه پاسداران د یکشنبې یا اتوار پر ورځ په بیان کې ویلي، د ایران د انقلابي ولس او د بسیج ځواک لسګونه زره سرتېرو، پولیسانو او د استخباراتو ادارې په ګډه د ناکرارۍ پیدا کوونکو هغه کړۍ ماته کړې چې د دوی په خبره، د امریکا، اسراییلو، برتانیې، سعودي عرب، ترهګرو او د پخواني شاهي نظام پلویانو جوړه کړې وه.

دا بیان پر داسې وخت راغلی چې د یکشنبې پر ورځ ایراني پارلېمان د مظاهرو په اړه تر تړلو ورونو شاته غونډه وربللې. دا غونډه د اصلاح پلویانو په غوښتنه وربلل شوې.

هلته د ایران مظاهرې دویمې اوونۍ ته داخلې شوې دي او د پلازمېنې تهران په ګډون په لږ تر لږه نهو ښارونو کې روانې وې.

د ډېسېمبر پر ۲۸مه د هېواد له مشهده د بیو زیاتوالي پر ضد مظاهرې پیل شوې چې ژر سیاسي شوې او پکې د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي او د رژیم پر ضد نعرې ووهل شوې.

په مظاهرو او لاریونونو کې زرګونه ایرانیانو د هېواد د سیمه ییزې او بهرنیو چارو تګلارو پر ضد هم شعارونه ورکړي.

په عین وخت کې په هېواد کې حکومت پلوه مظاهرې او لاریونونه هم شوي دي چې وروستی هغه یې د شنبې پر ورځ وشو چې پکې ګڼو کسانو ګډون وکړ.

خو هلته د جرمني، سویډن او بیلجییم په ګډون په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې هم ایرانیانو او پلویانو یې د تهران د رژیم ضد مظاهرې کړې دي او پر چارواکو یې غږ کړی چې د ولسي وګړو د بیان ازادۍ او جلسو کولو د حق درناوی دې وکړي.

امریکايي مشرتابه د حکومت ضد مظاهره کوونکو تر شا د درېدو هوډ ښودلی او په دې لړ کې یې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې بیړنۍ غونډه هم وربللې وه چې روسیې یې مداخلت وکړ.

مسکو ویلي ول چې د ایران د کورنیو چارو په موضوع کې ملګري ملتونه ((هېڅ رول نه لري.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG