د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ځېنې قومونه او کوچیان مورچو ته ختلي


خوست - د افغانستان د خوست په ختیځو سیمو کې پراته کوچیان وايي، له یوې اوونۍ راهیسې ځايي خوستیو قومونو پرې د تګ او راتګ لارې تړلي او له سختو ستونزو سره يې مخامخ کړي دي.

دوی زیاتوي، خوستي قومونه ورته په مورچو کې ناست دي، چې له وجې يې دوی خپل ناروغان ښار ته نه شي بېولای.

خو خوستي قومونه وايي، کوچیانو د خپلو پلرونو او نیکونو کوچانی ژوند پريښی او په زور يې په هغو غرونو او دښتو کې د ابادیو جوړول پیل کړي چې له پېړیو راهیسې ورڅخه خوستي قومونه ګټه اخلي.

د دوی په خبره، پر کوچیانو يې هیڅ لاره نه ده تړلې او دا د دوی کار دی چې تګ او راتګ ورباندې کوي او که نه.

خو د کوچیانو یو تن مشر حاجي رمضان کوچي د یکشنبې پر ورځ له ببرک تاڼې څخه مشال راډیو ته د ټيليفون پر لیکه وویل، له یوې اوونۍ راهیسې د سپینې پالې، تریزیو، تورو اوبو، قدمو، لنډرو او لکڼو ټولې لارې د ځايي خلکو لخوا پر کوچیانو بندې دي.

نوموړی وايي، وړمه ورځ د حکومت یو پلاوی پر مورچو وګرځېد. هغوی د مورچو خالي کولو امر وکړ، چې کوچیانو ومانه خو خوستيان د پخوا په شان په مورچو کې ناست دي.

د المر په نوم یو بل کوچی وايي، دوی خوست ښار ته اته لارې لري، خو ټولې بندې دي، په دوکانونو کې هېڅ شی نشته، مریضان يې له لارې ستانه شوي دي.

دی زیاتوي، دې مسلې ته نه حکومت او نه هم د سيمې ملکان ارزښت ورکوي. د ده په خبره، که حالت همداسې دوام وکړي نو دوی به مجبور شي چې له خوستيانو سره خپله پوه شي.

بل لور ته د خوست يو قومي مشر مختارالدین جلالزی وايي، خوستي قومونه په سيمه کې له تېرو شاوخوا ۱۰۰۰ کلونو راهيسې اباد دي او ټولې تاڼې همدې قومونو په حشرونو جوړې کړي او سرحد يې د حکومت په غوښتنه په قومي اربکیو ساتلی دی.

نوموړی زياتوي، کوچيانو يوه مياشت مخکې پر دوی منظمه لشکرکشي وکړه او نيږدې وه چې د دوی پر کلیو او کورونو وروخیژي، او ځکه نو دوی اړ شول چې د کوچیانو د لشکر کشۍ مخه ونیسي.

مختارالدین دا هم نه مني چې د حکومتي پلاوي لخوا ړنګو شویو مورچو ته اول دوی ورختلي دي.

د یادې موضوع د حل لپاره د خوست د والي په مشری د پوځي همغږۍ په مجلس کې د ملي امنیت، امنیه قوماندانۍ، ولایتي شورا او ملي اردو د استازو او همدارنګه د ولایت مقام سکټوري ادارې، قبایلو او د کوچیانو د چارو رییسانو په ګډون یو پلاوی ګمارل شوی وو.

دواړو خواو په خپلو سیمو کې مورچې جوړې کړې دي
دواړو خواو په خپلو سیمو کې مورچې جوړې کړې دي

د یاد کمیسیون غړي شکرالله بابکرخېل وویل، په دواړو لوريو کې ۵۰مورچې جوړې شوې وې، چې دوی مورچې تخریب او په کې ناست وسلوال اربکيان خپلو کورونو ته ولېږل.

د ده په خبره، د دعوې سیمې يې مالومې او ګزارش يې ترتیب کړی چې د پوځي همغږی مرکز ته به يې وړاندې کړي او له دواړو لوريو يې د لارو د خلاصولو ژمنه هم اخیستې ده.

د خوست والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ بيا وویل، د کمیسیون د ګزارش له مخې اوسمهال په یاده سیمه کې د وسلوالې نښتې انديښنه نشته، خو مساله به د جمهوري ریاست له لوري په خوست کې د غرونو او دښتو پر سر د قومي ستونزو لپاره د ټاکل شوي هیات لخوا حلیږي.

کوچیان له خوست، متون، شمل، باک، تریزیو، علي شېررو، تورو اوبو، لنډرو، قدمو، لکڼو او خرڅيو قومونو سره له يوې اوږدې مودې راهيسې د غرونو او دښتو د ملکیت پر سر دعوې او لانجې لري، چې ځېنې وختونه د نښتو او مرګ ژوبلو لامل هم ګرځېدلي دي.

XS
SM
MD
LG