د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی حکومت د ناقانونه ډلو د چندو مخنیوي اقدامات کوي


د پاکستان حکومت د هېواد په يو شمېر ورځپاڼو کې د هغو ۷۲ ډلو د نومونو يو فهرست خپور کړی چې بنديزونه يې ورباندې لګولي دي.

حکومت له پاکستانيو وګړو غوښتي چې له دغو ډلو سره مالي مرستي و نه کړي. په ورځپاڼو کې خپور شوي حکومتي اعلان کې خبرداری ورکړل شوی چې تر بنديز لاندې ډلو ته مالي مرستې ورکوونکي کسان به سزا کېږي. په نوملړ کې د نورو ترڅنګ د لشکر جنگوي، جیش محمد، لشکر طیبه، تحریک طالبان پاکستان، پیپلز امن کمېټي، اہل سنت والجماعت، بلوچستان یوناييټډ ارمي، جیش اسلام، داعش (اسلامي دولت)، جماعت الدعوه او فلاح انسانیت فاونډیشن هم شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG