په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفيره نيکي هېلي وايي د ايران په لارو کوڅو کې زړور ایرانیان د خپلو بنیادي حقونو خوندي کولو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي او مظاهرې کوي.
د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا غونډې ته په خپله پرانيستونکې وينا کې ډېر په جذباتي انداز کې نيکي هېلي زیاته کړه چې دا مهال د ايران په ۷۹ ځايونو کې ايرانیان را پاڅېدلي دي.
د امریکا په بلنه راغوښتل شوې دې غونډې ته د خپلې وينا پر مهال هيلي وويل دا د هغو زړورو خلکو لخوا مظاهره ده چې د خپل زورواک حکومت څخه تنګ شوي دي او په خوشحالۍ سره خپل ژوند په خطر کې اچوي او احتجاج کوي.
هېلي وويل چې د ايران حکومت ته بالاخره خبرداری ورکړل شو او زیاته يې کړه چې تا سو څه هم کوئ، نړۍ مو ګوري.
دا غونډه بېګاه شپه د امنيت شورا له هغې خفيه غونډې وروسته وشوه چې د روس پر خواست د مشورې لپاره راغوښتل شوې وه. روس د امریکا لخوا د دې بيړنۍ غونډې رابللو مخالفت کړی و.