د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتنوخوا سکولونو کې ځلمی لیګ کرکټ سیالۍ پیل شوې


په خېبر پښتونخوا کې په لومړي ځل د کرکټ سيالیو ته وده ورکولو او ځوان کل ته د لوبو موقعې ورکولو لپاره د صوبې په سکولونو کې "ځلمی سکول ليګ" په نوم لوبېپیل شوي دي.

د خېبر پښتونخوا حکومت، د لومړۍ او دوهمې درجې د تعليم محکمې او د ځلمي فاونډېشن په مرسته په سکولونو کې د کرکټ سيالۍ کېږې چې پکې د ۱۳ کالو نه تر ۱۷ کالو عمره پورې ماشومان زدو کونکي د دې لوبو لپاره ټاکل شوي دي.

د ځلمي فاونډېشن ترمخه د سيالو په لومړۍ مرحله کې پېښور،هزاره، ملاکنډ او بنو ډوېژن سکولونو کې د "ځلمي سکول لیګ" تر چتر لاندې د کرکټ مېچونه روان دي چې په پاکستان کې په لومړي ځل کېږي.

د ځلمي فاونډېشن مشرميا عباس مشال رېډيو ته په دې اړه ووېل چې د دې مقصد په سکولو کې هاغه ماشومانو ته د لوبو او په خصو صي توګه د کرکټ سيالو موقعې ورکول دي کومې چې دوی ته نه مېلاوېږي.

د نوموړي په وېنا چې دغه زده کونکي کله د سکولونو نه فارغ شي نو په مسلکي توګه به د کرکټ په مېدان کې د فاټا او خېبر پښتونخوا نوم روښانه کړي.

''په دې کې چې کوم تکړه لوبغاړي مخې ته راځي نو مږ به په هغې کې يو ښه ډله جوړوو او هغه به بيا د ځلمي فاونډېشن او تعليم محکمې ډله وي او موږ به دوي ته د" جونيئر ځلمي خېبر پښتونخوا" نوم ورکوو. د دې ماشومانو راتلونکې به روښانه وي موږ به دوي ته موقعې ورکوو نو زما په خيلا دوي لپاره دا يو لويې او مثبت پلېټ فارم دی۔هيله ده چې د دې به ډېر ښه اچر وي او بيا به د ټول پاکستان خلک دې ليګ لپاره پېښور ته راځي.''

د خېبر پښتونخوا تعليم محکمې مطابق دا وخت په خېبر پښتونخوا کې د لومړي نه تر دولسم جماعت پورې يا ايلمنټري اينډ سيکېنډري سکولونو شمېره تر ۲۸۰۰ زرو پورې ده،دمحکمې په وېنا د صوبې هر سکول کې به ماشومانو زده کونکيو ته د دې لوبو کې برخې اخېستو موقع ورکوي۔

د ځلمي سکول ليګ په اړه د خيبر پښتونخوا ايلیمنټري اينډ سېکنډري تعليم محکمې صوبايي وزير عاطف خان مشال رېډيو ته ووېل چې صوبه کې او سکولو نو کې لوبو ته وده ورکولو لپاره دوي هر قسمه ګامونو پورته کولو او مرستي ورکولو ته تيار دي

عاطف زياته کړه چې ښه زدکړو لپاره صحت مند زهن هم ضرور وي او په سکولونو کې دا قسمه هلې ځلې تعليم ښه کولو کې هم ښه کردار لوبولې شي.

''د دې صوبو په لوبغاړو او ځوان کل کې ډېر قابليت دی خو دوي ته سهولتونه نه وو نو مږ غواړو چې دوه ته دا سهولتونه ورکړو دا موقع ورکړو چې هغوي را مخکې شي او په خصو صي توګه هم د سکولونو په وخت کې د زده کونکيو عمر وي چې يو څيز يا لوبې په بينادي توګه زده کړي،نو ځلمي فاونډيشن سره تجربه کار خلک دي تربيت ورکونکي دي نو معاشي مرستې به صوبايي حکومت ورکوي او تجربه به د دې ادارې وي نو د دواړو په مرسته به په سکولونو کې تر دووه سوو د کرکټ ميدانونه جوړوو.''

د ځلمي فاونډېشن تر مخه په دې لوبو دوی ته له ټول هېواده ستاينې راغلې دي او دوی پلان لري چې د خيبر پښتونخوا وروستو دا لوبې د پاکستان نورو برخو ته هم وغزوي.

XS
SM
MD
LG