د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د کلتوري فعالیتونو معیار او کیفیت ښه شوی


د خوست یو شمېر فرهنګیان او مدني فعالان وايي، چې په یاد ولایت کې کلتوري هڅې کرار، کرار علمي او مسلکي بڼه خپلوي او اوس يې د کمیت په پرتله کیفیت او څرنګوالي ته پاملرنه ډېره شوې ده.

دوی زیاتوي د فرهنګي هڅو په معیاري کولو کې د نورو ټولنیزو بنسټونو تر څنګ پوهنتونو او نورو علمي او اکاډمیکو موسسو هم د پام وړ رول لوبولی دی.

په خوست کې د ولولې په نوم د مجلې مسوول مدیر رفیع الله زیار وايي، پخوا په فرهنګي ډګر کې یوازې کلتوري فعالیتونو ته د ځوانانو د هڅولو مساله مطرح وه خو اوس د هرې ورځې په تېریدو سره پدې ولایت کې دا ډول فعالیتونه علمي او منظمه بڼه خپلوي.

دده په وینا اوس په خوست کې د فرهنګ د ډګر څیړونکي او ماسټران ډیری خپرنیز توکي له علمي او مسلکی لحاظه څيړي او د هغوی له کتنې وروسته نشر ته سپارل کیږي.

لکیوال او کره کتونکی مرجان هڅاند وايي، چې په ټوله کې شته فرهنګي هڅوکمیتي اړتیا پوره کړې ده خو اوس د خلکو لخوا د کیفیت تقاضا ډېره کیږي او په ښه کتاب، ښې مجلې او ښې رسنۍ پسې ګرځي.

ښاغلی هڅاند زیاتوي لیکوالو درک کړې ده، چې خلکو کیفیت ته پام شوی نو دوی اړ شوي چې خپل خپرنیز توکي د اکاډمیکو، متخصصو او علمي کسانو له نظره تېر کړي.

د ده په وینا پخوا به چې یو کس کوم ډول فرهنګي فعالیت په شکلي لحاظ تکمیلولای شو، هغه به يې ټولنې ته وړاندې کاوه.

یو تن مدني فعال ګل حبیب شاه الهام وايي، چې د فرهنګي هڅو په غوړیدا او پرمختګ کې علمي او اکاډمیکو موسسو او پوهنتونونو هم څرګند رول لوبولی دی.

نوموړی وايي، هغه محصلان چې د فرهنګ او ادبیاتو د اړوند پوهنځیو څخه فارغیږي، د تحصیل په وروستي کال کې هغوی ته رهنما استادان د ولایت د فرهنګ د بیلابیلو مسالو په باب د مونوګرافونو د لیکلو موضوعګانې ورکوي، چې پدې سره هم د فرهنګ پټې او هیرې برخې بیرته نوې کیږي.

دی وايي، فارغیدونکي محصلان په ځانګړي ډول د ولسي شاعرانو او سندرغاړو د ژوند او هنر په بیلابیلو اړخونو ، همدارنګه فولکوریکو روایاتو، کیسیو او نور مسایلو باندې څېړنې او تحقیق کوي.

د خوست د فرهنګیانو او مدني فعالانو د وینا له مخې د کلتور په برخه کې د شته پرمختګونو تر څنګ بیا په یاد ولایت کې یو شمېر په زړه پورې ادبي او هنري فعالیتونه داسې دي، چې نه یوازې پرمختګ په کې ندی شوی، بلکې د وروستیو ناخوالو له کبله هیر شوي او ځوان نسل ورسره نابلده پاتې شوی.

په خوست کې پخوا ولسي شاعري، ټوپۍ او کیسۍ، د لغاتو مقابله یا شورۍ نیزه بازي او په ملي او دودیزو ورځو کې هنري نندارې ډېرې مشهورې وې.

په خوست کې د سیمنا او تیاتر د خپلواکې ټولنې مشر سلطان محمود خیرخواه وايي، چې یاد فعالیتونه د خوست د فرهنګ یوه خوندوره برخه وه، خو بیرته ژوندي کولو ته يې د حکومت او د نورو مرستندویه موسساتو لخوا هيڅ ډول منظمې برنامې ندي عملي شوې.

ښاغلی خیرخواه زیاتوي، چې کلنیو نندارو لپاره به د یو شمېر هنري پروګرام سربیره ژڼکیو په میاشتو چرګان، ښه څاروي، بیلابیل مرغان او حیوانات ساتل او په جشنونو کې به يې نندارو ته وړاندې کول.

بل لوري ته د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ وايي، چې ولایتي اداره کلتور اړخ ته پاملرنه لري او د هر کال په جریان کې يې د دودیزو کلنیو مشاعرو، غزلیزو ماښامونو، علمي او څېړنیزو کنفرانسونو او یو شمېر خپرنیزو توکو د چاپ په ګډون يې ګڼې برنامې عملي کړي او دې بهیر ته به لازیاته توجه وکړي.

XS
SM
MD
LG