د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني ګوندونه د مذهبي ډلو او اتحادونو سیاسي رول څنګه ارزوي؟


پراګ - په ۲۰۱۷ز کال کې په پاکستان کې ځېنې نوې ډلې انتخاباتي سیاست ته داخلې شوې چې پکې د لشکر طيبه وسله والې ډلې د مشر حافظ سعيد، ملي مسلم ليګ او د حرکت المجاهدين مشر فضل الرحمان خليل، د اصلاح وطن ګوندونه د ذکر وړ دي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د ګوندونو په توګه دا ډلې نه دې رجسټر کړي خو دوی د هېواد په بېلابېلو برخو کې خپل کسان د خپلواکه یا ازاده اميدوارانو په توګه ضمني ټاکنو ته ودرول.

تېر کال د ډېسېمبر په نيمایي کې پینځو مذهبي ګوندونو د متحده مجلس عمل په نوم پخوانې اتحاد بیا بحال کړل.

د پاکستان په سیاست کې دا پرمختګونه پر داسې وخت شوي دي چې سږ کال (۲۰۱۸ز) په هغه هېواد کې عام انتخابات کېږي.

د پاکستان د ځېنو لویو سیاسي ګوندونو مشران وايي، د سختدریځه ډلو انتخاباتي سیاست لوري ته وتلل د دوی سیاسي قوت ته ګواښ نه پېښوي.

د پاکستان پيپلز ګوند د یو مشر او د اطلاعاتو پخوانی وفاقي وزير قمر زمان کايره وایي چې دغه مذهبي اتحادونه او ګوندونه له پخوا راهېسې ((زموږ سیاسي مخالف دي)).

دی وايي، د افغانستان د ناکرارۍ له کبله چې ((ریاست د مذهبي)) او سختدریځو ډلو ((تر شا درېدلی)) نو سیکولر سیاسي قوتونه کمزوري شوي دي.

کایره وايي: ((پاکستان پيپلز ګوند، د سیاسي ګوندونو په توګه د دې ډلو د رجسټرولو خلاف دی. د دې ډول اتحادونو پرضد موږ مخکې هم په ټاکنو کې برخه اخیستې او مخه مو یې نیولې او اوس هم موږ پر انتخابي او ټولنیز کچ د دوی پر ضد درېږو او په نظریاتي ډول هڅو ته دوام ورکوو.))

کایره زیاتوي چې ګوند یې د ((سختدریځۍ، ترهګرۍ او کرکې پر ضد)) ولاړ پاتې دی.

د واکمن مسلم ليګ نواز يو مشر او د ماحولياتي بدلون وفاقي وزير مشاهد الله خان مذهبي اتحادونو او ډلو ته د يوې سیاسي خطرې په نظر نه ګوري.

د ده په خبره، ((ولس که دغو مذهبي اتحادونو او ګوندونو ته رایې ورکولې نو ډېر مخکې به یې ورکړې وې او په اقتدار کې به يې راوستي ول. موږ دا منو چې د دغو مذهبي ګوندونو يو مشخص کردار دی او هغه به راتلونکو وختونو کې هم وي، دوی د انتخاباتي رايو اخیستو هومره توان نه لري چې د مسلم ليګ غوندې ګوند تر فشار لاندې راولي.))

دی وايي، ګوند یې د مذهبي ډلو یا اتحادونو د ((سیاسي او جمهوري رول خلاف نه دی)).

خو په خېبر بښتونخوا کې د واکمن تحريک انصاف مرستيال مشر او د بهرنیو چارو پخوانی وزير شاه محمود قريشي مذهبي ګوندونو او ډلو ته د يو ملګري قوت په سترګه ګوري.

نوموړی وايي: ((د دغو ډلو خپل يو سوچ دی او پر هغه سوچ څوک قدغن نه شي لګولای. موږ دوی ته د یو سیاسي ملګري په سترګه ګورو خو دا د ولس خوښه ده چې چا ته رايه ورکوي او اقتدار کې یې راولي خو د پاکستان ولس په مجموعي توګه د مذهبي سختدريځۍ د سوچ پرضد دی.))

متحده مجلس عمل يو مذهبي سیاسي اتحاد دی چې د د۲۰۰۲ز کال په ټاکنو کې يې په خېبر پښتونخوا کې اقتدار او په قامي اسمبلۍ کې لسګونه څوکۍ ترلاسه کړې وې خو حافظ سعيد او فضل الرحمان خليل امریکا ترهګر ګرځولي او د ۲۰۱۷ز کال په نومبر کې د پاکستان انتخاباتي کمېشن يوه ویاند مشال راديو ته ويلي وو چې په هېڅ صورت د سختدریځو ډلو د رجسټر کولو پلان نه لري.

XS
SM
MD
LG