د لاسرسي ځای

تازه خبر

منګل: که اصلاحات مې رانه وستل نو دنده پرېږدم


جلال اباد: د ننګرهار ولایت په ځانګړې توګه په جلال اباد ښار کې په دې وروستيو کې جنايتي جرمونه، غلاوې او هدفي وژنې زیاتې شوې، په همدې اړه مو د ننګرهار له والي محمد ګلاب منګل سره مرکه کړې.

مشال راډیو: هدفي وژنې سیاسي او که جنايي دي؟

ګلاب منګل: دې کې شک نه شته چې په ښار کې کله سړي تښتونې، وسله والې غلاوې او یا ځینې قتلونه تر سره شوي چې دا قتلونه هم دوی برخې لري. يوه يې جنايي برخه ده او بله هغه يې سياسي برخه ده. زیاتې وژنې دلته د جنايي جرمونو او یا هم د شخصي دښمنيو په اساس تر سره شوي چې متاسفانه کله کله ورته سیاسي بڼه ورکول شوې ده. خو دې کې شک نه شته چې سیاسي قنلونه هم شوي دي. دا سیاسي قنلونه د افغانستان د دښمنانو له خوا او د هغه طالبان او داعش ډلې چې په دې وروستيو کې په ولسواليو کې وځپل شوې، په دې کې شک نه شته چې په تغير د قیافې سره ښار ته راغلي دي، له يوې خوا غواړي چې دلته ځانونه اخفا کړي او له بلې خوا کله کله چې موقع تر لاسه کوي، دوی ځینې تروریستې فعالیتونه تر سره کوي.

په ننګرهار کې جنایتونه زیات شوي

مشال راډیو: والي صاحب ویل کېږي چې د دغو جنايياو ترهګري جرمونو تر شاه د هغو اشخاصو لاسونه دي چې یا خو د افغانستان په نظام کې شامل دي او یا هم له نظامه تغذیه کېږي، د خلکو دا دعوه تر کومه حده سمه ده؟

ګلاب منګل: ​دې کې هم شک نه شته چې د حرفوي قاتلینو او سړي تښتوونکو تر شاه ځینې ډلې ټپلې چې دلته په مختلفو اشکالو سره موجودي دي، د دوی حمایت ورسره شته. خو هدف دا دی چې دلته فضا نا امنه وښيي او د قانون د حاکميت پر وړاندې دوی ستونزې راپیدا کړي، نو دا ډلې هم د خپلو شخصي منافعو لپاره او د خپل قدرت او ځواک د ساتلو لپاره دا ډول وژنې کوي، زموږ ولس او خلک يې بې شکه چې زیات اندېښمن کړي دي.

مشال راډیو: د دغو تر سره شويو جنايي او ترهګءي جرمونو په تور څوک نيول شوي هم دي او که څنګه؟

ګلاب منګل: د دې پېښو عاملین په سلو کې نوي نيول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي. که دا سړي تښتوونکي دي او که وسله وال غله دي، د قانون منګولو ته سپارل شوي. په دې وروستيو کې موږ يو څه نوي اقدامات او اجرات تر کار لاندې نيولي، چې په ډېر جديت سره به د هغو ټولو هغو عواملو او مواردو چې نا امني راپیدا کوي، که هغه د غیر قانوني بې اسنادو موټرو ګرځېدل دي، که هغه تورې شیشې دي، که هغه غیر مسوول وسله وال کسان دي، دا که په هر چا پورې مربوط وي انشاالله دا به نيول کېږي او موږ په نېږدو ورځو کې په ننګرهار کې دا کمپاین پیل کوو، تر څو د هغو خودسرو ډلو ټپلو او افرادو چې دوی د مختلفو وسایطو او مختلفو اسنادو څخه غیر قانوني استفاده کوي، هغه ونيول شي او قانون ته وسپارل شي.

مشال راډیو: دا هم ويل کېږي چې په ځینو ملکي او نظامي ادارو کې غير مسلکي اشخاص د هغو مافیایي کړيو له لورې مقرر شوي چې د ننګرهار امنيت ته يې ګواښونه پیدا کړي دي. دا خبره څومره ريښتیا ده؟

ګلاب منګل: داسې افراد او اشخاص چې مسلکي نه وي او یا په خپلو چارو کې دوی کامیاب نه وي او یا غفلت کوي، او دوی په دې نازېږي چې يو څوک د دوی نه دفاع کوي، زه له دې وروسته په ډېر جديت سره مصمم یم، تېره ورځ مې هم خپل ولس ته دا وعده ورکړه چې که چېرې زه ونه شم کولای چې هغه افراد او اشخاص، یا هغه مسوولین چې په خپلو مسوولینونو کې پاتې راځي او یا قصداً نه غواړي چې خيل مسوولیتونه په ښه شان سره سر ته ورسوي او یا هم غفلت کوي، د هغوو پر وړاندې به انشاالله زه قانون پلی کوم، دوی به له دندو ګوښه کېږي، او که مې ونه کولای شول په هغه صورت کې به زه له خپل ولس نه معذرت غواړم او خپله دنده به پرېږدم.

XS
SM
MD
LG