د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جرمني يو ګوند د کم عمره کډوالو د ستنولو غوښتنه کوي


پراګ - رويټرز خبري اژانس د جرمني د فري ډ‌یموکراټس ګوند د مشر خبره راخيستې چې ويلي يې دي، حکومت بايد د دې جوګه شي چې بې سرپرسته کم عمره مجرم کډوال بېرته خپل هېوادونو ته واستوي.

د دې ګوند مشر کريسچين لېنډر دا خبره تر هغې وروسته کړې چې تېره چهارشنبه يو ۱۵ کلن افغان کډوال خپله يوه پخوانۍ همزولې جرمنه ملګرې په چاړه ووهله او و یې وژله.

پوليسو ويلي، دغه افغان هلک د ۲۰۱۶ ز کال په لومړيو ورځو کې جرمني ته داخل شوی وو.

هم د پوليسو په خبره چې دغه جرمنې نجلۍ له وژل کېدو څو ورځې مخکې له دوی سره رپورټ جمع کړی وو چې يو افغان کډوال هلک وروسته له هغې چې تعلق يې ورسره پرې شو ی دې ته دړکې ورکوي.

د جرمني د کډوالو چارو دفتر د معلوماتو تر مخه، په ۲۰۱۶ م کال کې جرمني ته ۳۵۹۳۹ بې سرپرسته کم عمره کډوال داخل شوي ول چې د ۲۰۱۷ م کال په لومړيو ۱۰ مياشتو کې دغه شمېر۸۱۰۷ ته راښکته شو.

د جرمني د کډوالو چارو دفتر د معلوماتو تر مخه، په ۲۰۱۶ م کال کې جرمني ته ۳۵۹۳۹ بې سرپرسته کم عمره کډوال داخل شوي ول.

ليکنه وايي، د جرمنې نجلۍ د وژنې له پېښې وروسته د نوي کال د پيل مراسمو لپاره د جرمن ښارونو امنيت سخت کړل شوی دی.

د ليکنې تر مخه، د جرمني په کولن ښار کې د ۲۰۱۵ م کال د پيل په مراسمو کې د ښځو د جنسي ځورونې پېښې مخ ته راغلې وې.

د ايف ډي پي ګوند مشر په خپلو څرګندونو کې د جرمني پر وزيراعظمې اينګلا مرکل نيوکې کړي چې نوموړې په ۲۰۱۵ م کال کې له يو ميليون څخه زياتو کډوالو ته چې ډېری يې د منځني ختيځ او افغانستان ول، هېواد ته د داخلېدو اجازه ورکړه.

نوموړي زياته کړې چې دوی په اروپا کې د کډوالو لپاره يوې داسې پالېسۍ ته اړتيا لري چې اوسنۍ ستونزې حل کړي.

تېره چهارشنبه يو ۱۵ کلن افغان کډوال خپله يوه پخوانۍ همزولې جرمنه ملګرې په چاړه ووهله او و یې وژله.

ليکنه کاږي چې ايف ډي پي ګوند د تېرې سېپټمبر مياشت له انتخاباتو وروسته په حکومت کې د برخې اخيستو لپاره د انګلا مېرکل له محافظه کاره ګوند سره له خبرو انکار وکړ.

ليکنه زياتوي چې د کډوالو مسله به د مېرکل او د جرمني د سوشل ډيموکراټس ګوند تر منځ د ايتلافي حکومت د کېدونکو خبرو د سر موضوع پاته شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG