د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ۱۴۵ هندي کب نیونکي خوشي کړي دي


پاکستانې چارواکې وايې چې د ښه نیت له مخې يې ۱۴۵هندي کب نیکونکي خوشي کړي دي.

یوه پاکستانې پوځې چارواکي اعظم شیر پرون ويلي چې دا هندي کب نیونکې يې لاهور ته نزدې په سرحدې سیمه کې هندې چارواکو ته و سپارل.

دا کسان له تېر يوکال راهيسې د کراچۍ په ملير جيل کې وو چې ورباندې د پاکستان په سمندري سيمه کې په ناقانونه توګه د ماهيانو نيولو تور وو.

د پاکستان خيريه اداره اېدهي فاونډېشن ويلي چې چارواکيو د جنورۍ پر اوومه د ۱۴۶ نورو هندي کب نيونکيو د خوشي کولو ژمنه ورسره کړې ده.

پروسږ کال په ډېسېمبر کې هم پاکستان ۲۲۰ هندي کب نيونکي خلاص کړي وو چې په ځواب کې هند هم يو شمېر پاکستاني کب نيونکي کې خوشي کړي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG