د دې ګوند وياند مولانا يوسف شاه بېګاه مشال راډیو ته وويل چې د دې اتحاد مقصد واک ترلاسه کول دي.
خو په متحده مجلس عمل کې شامل د جماعت اسلامي يو مشر مشتاق احمد خان مشال راډیو ته ويلي چې د ايتلاف د بحالولو هدف واکداران مجبورول دي چې د پاکستان د ايين پر اسلامي دفعوعمل وکړي.
متحده مجلس عمل په ۲۰۰۱م کال کې د امريکا له لورې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د نسکورولو په غبرګون کې جوړ شوی وو.
د پاکستان د لویو مذهبي ګوندونو او ډلو دا اتحاد بیا د ۲۰۰۲م کال په ټولټاکنو کې برخه واخیسته او په خېبر پښتونخوا کې حکومت واک ته ورسېدی.
دا اتحاد بیا د خپل منځي اختلافونو له وجې په ۲۰۰۷م کال کې مات شو. په اتحاد کې شپږ ګوندونه شامل وو.
د هغه وخت په متحده مجلس عمل کې شاملوپنځو ګوندونو شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې په کراچۍ کې بیا د سلا مشورو لپاره غونډه وکړه.
د یادو ګوندونو مشرانو تر غونډه وروسته خبري رسنیو ته اعلان وکړ چې دوی د متحده مجلس عمل د بحالولو پرېکړه کړې ده.
جميعت علمای اسلام فضل الرحمن او جماعت اسلامي د دې اتحاد لوی ګوندونه دي.