د لاسرسي ځای

د پېښور های کورټ د جمعې په ورځ په خپله یوه اورېدنه کې د پاکستان ټاکنو کمېشن ته امر کړی چې د دېر ضمني ټاکنو نتېجې دې نه په ډاګه کوي او له کمېشن او جماعت اسلامي يې د جنورۍ په ۱۲ نېټه ځواب غوښتی دی چې په دير سيمه کې یې ښځې د ووټ له اچولو ولې درولې وې.

د ډیسېمبر په ۲۱مه نېټه د خېبر پښتونخوا په بره او کوز دير سيمو کې شوي ضمني بلدياتي ټاکنو کې ښځې د ووټ اچولو نه ودرول شوې وې چې پرضد یې د چارشنبې په ورځ د سيمې یوشمېر ښځو او سړیو د جماعت اسلامي خلاف په پېښور های کورټ کې درخواست جمع کړی وو.

دوی تور پورې کړی چې د دير سيمې شاهي خېل او نورو ځايونو کې یې په ضمني بلدياتي ټاکنو کې د جماعت اسلامي اميدوار او انتظاميې په فيصله ښځې له ووټ اچولو دورل شوې وې.

د الېکشن کمېشن مطابق د سمبر په ۲۱ نېټه د خېبر پښتونخوا په بيلا بيلا برخو کې د يونين کونسل په کچ په بلدياتي انتخاباتو کې خالي پاتې شویو ۱۰۸ چوکيو بيا ټاکنې وشوې چې پکې د بره او کوز دير شاهي خېل، داروړه، جندول، ثمر باغ اوچکياتڼ سيمې شاملې وې.

د راپورونو او غېر حتمې نتېجو تر مخه په دغه سيمو کې يوې ښځې هم ووټ نه دی اچولی

په درخواست کې ويل شوي دي چې نوې انتخاباتي قانون تر مخه د ښځو ۱۰ فيصده رایې ضروري ګرځول شوې دي خو ښځې ووټ اچولو ته نه دې پرېښودل شوې نو دا یو غېرایيني او غيرقانوني کار دی بايد د کاميابه شویو اميدوارانو نتېجې دې ودرول شي.

د کېس په اړه د درخواست ورکونکيو وکيل ايډوکيټ مزمل خان مشال ريډيو ته وویل:

(د دارخواست ورکونکيو کې پنځه زنانه دي چې دوي ماته حلفيه بيان اسناد هم راکړي دي چې دوې يې هلته ووټ اچولو ته نه دي پرېښې هاغه هم ما درخواست سره ورکړې دي۔دوي دا وايي چې د خزانې صوبايي وزير او د جماعت اسلامي ګوند غړي او د هاغه ځايې شاهي خيې يونين کونسل مشر عبدالقادر دوي ته په پولنګ اسټيشن کې دروازې بندې کړې وې او دوي يې ووټ اچولو ته نه دي پرېښې۔دغۀ سيمه کې ۱۵ زره ووټران رجسټرډ دي چې نېمې پکې ؤځې دي خودوي ووټ اچولو ته چا نه دي پرېښودي نو ځکه موږ عدالت ته راغلو.))

د عدالت د جواب په اړه د خېبر پښتونخوا انتخاباتي کمېشن وياند سهيل احمد خان وايي چې هغوي د عدالت په امر نتېجې ايسارې کړې دي او د مسلې مکمل جاج اخېستو پس به عدالت ته په ۱۲ جنوري جواب ورکوي.

((په دې اړه د هغې ورځې نه موږ خپلې عملي کسانو او ضلعي انتظاميې سره په رابطه کې وو او اوس هم يو خو په لومړي راپورونو کې دا ويل شوي دي چې څوک منې کړې شوې نه دي بلکې خلک خپله نه راځي دا خو لومړۍ جواب وو خو اوس پکې عدالت کې درخواست جمع کړې شو ی دی نو زموږ چې کوم خپله طريقه ده او څنګه کولې شو پلتڼې به کوو او عدالت ته به جواب ورکوو))

بل خوا د پاکستان د ښځو د حقونو قامي کمېشن په دير کې ضمني بلدياتي ټاکنو کې د ښځو په ووټ نه اچولو اندېښنې ښکاره کړې دي او ويلي دي چې زنانه د خپلو رايې اچولو نه محرومه ول د ائين او قانون خلاف ورزي ده بايد پاکستان انتخاباتي کمېشن دغه ټاکنې دې نا قانونه وګرځوي او انتخابات دې بيا وکړې شي.

ياده دې وي چې د ۲۰۱۳ م کال په عام انتخاباتو کې هم په دير سيمه کې ښځې د ووټ اچولو نه ودرولې شوې وې د څه پس چې اليکشن کمېشن نتېجې منسوخ کړې وې

واضحه دې وي چې د پاکستان انتخاباتي ترميمي قانون ۲۰۱۷ترمخه چې په کومه حلقه کې د ښځو ووټونه له ۱۰ فيصدو کم وي هغه به ناقانونه ګرځول کېږي.

XS
SM
MD
LG