د لاسرسي ځای

تازه خبر

خامنه یي: ټرمپ د امریکا هوښیاره ولسمشر نه دی


د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د امریکا پر ولسمشر ډونلډ ټرمپ په تنقید کولو سره ویلي چې د پخواني امریکايي ولسمشر رونلډ ریګن په شان به یې د ایران په حقله د سختدریځ خپلولو کوښښونه ناکامه شي.

نوموړي وویل ریګن تر ټرمپه زیات هوښیار و او په دړکو ورکولو کې زیات ښه و.

عین تر دې چې د ایران پرضد یې کاروايي وکړه او الوتکه یې ورته هم وغورځوله.

دا خبرې خامنه يي پر تویټر پاڼه په یو لړ پېغامونو او د دسمبر پر ۲۷مه پر ټيلي وژني وینا وکړې.

نوموړي وايي، په ۱۹۸۸م کال کې یو امریکايي جنګي الوتکه د خلیج د پاسه د ایران د مساپرو یوه الوتکه ورغورځولې وه چې پکې۲۹۰ کسان وژل شوي ول.

ده وویل، واشنګټن ویلي ول چې هغه یوه تېر وتنه وه.

خامنه يي وویل خو ریګن اوس تللی دی او دوی دا عقیده لري چې هغه له خدایه سزا خوري او ایران له هغه وخت راهیسې پر هر ډګر کې پرمختګ کړی دی.

د نوموړي په وینا د اوسني امریکايي ولسمشر د واک په دور کې به هم داسې پرمختګ جاري وي او هغه امیدونه چې ګواکې ایران به کمزوري یا په شا شي، بې فاېدې دي.

ولسمشر ټرمپ د تهران په اړه ویلي چې استبدادي واک پکې قایم دی.

د ټرمپ انتظامیې د ایران د بیلیسټیک توغندیو پر فعالیتونو نوي سخت بندېزونه لګولي دي چې امریکا یې د ۲۰۱۵م کال اټومي موافقې سرغړونه بولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG