د لاسرسي ځای

تازه خبر

پيپلز ګوند يو وارې بيا پروېز مشرف د بېنظيرې قاتل وګرځاوه


د سیند په ګړي خدابخش کې د بېنظیر بوټو پر مزار د هغې لسم تلین لمانځلو ته د پیپلز ګوند غړي راټول شوي. ۲۷م ډیسېمبر ۲۰۱۷
د سیند په ګړي خدابخش کې د بېنظیر بوټو پر مزار د هغې لسم تلین لمانځلو ته د پیپلز ګوند غړي راټول شوي. ۲۷م ډیسېمبر ۲۰۱۷

د پاکستان پيپلزګوند چېرمېن بلاول بوټوزرداري يو وارې بيا پر پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف تور لګولی چې هغه يې مور او پخوانۍ وزيراعظمه بېنظير بوټووژلې ده. د سيند په ګړي خدا بخش سيمه کې د بېنظير بوټود لسم تلين لمانځغونډې ته بلاول د خپلې وینا پای له دې نارې وکړ چې 'مشرف قاتل دی'.

بلاول بوټو زرداري وويل چې بېنظير بوټو نړۍ ته د اسلام پرامنه او امن خوښوونکی مخ وښودلو، د ايين او جمهوريت پياوړتيا يې غوښتله، د ترهه ګرۍ پرضد يې جګړه کوله او له خپل ولس سره يې مينه لرله نو ځکه ورته دغه سزا ورکړل شوه.

​بلاول پر خپلو مخالفينو د نوم نه اخېستلو پرته ټکونه وکړل او ویې ويل هغه څوک چې پر دوی يې د درغليو تورونه لګول نن د هغوی خپل خلک د درغلۍ په تور نااهله ګرځول کېږي.

د بېنظير بوټو تر مرګ وروسته د پاکستان او پېپلز پارټۍ سیاست؟

بلاول زياته کړه چې دا وخت د هېواد ختيزې او لوېدېزې پولې خوندي نه دي، نړۍ د ترهګرۍ په اور کې سوځېږي خو د اواز پورته کولو لپاره مشر نه شته.

د دې تورونو په ځواب کې پخواني پوځي واکمن پروېزمشرف په يو بيان کې ويلي چې ممکنه ده د هغوی د حکومت په موده کې داسې خلک موجود وو چې له طالبانو سره په مرسته یې د پخوانۍ وزيراعظمې د وژلو سازش کړی وي.

که څه هم پروېزمشرف دغه تورونه رد کړي دي خو د بېنظير بوټود وژنې په مقدمه کې هغه د عدالت له خوا اشتهاري ګرځول شوی دی.

د بېنظير بوټو د لسم تلين لمانځغونډې ته د پاکستان پخواني ولسمشر اصف علي زرداري وويل چې په تېر وخت کې کومې اېن ار او شوې وې دوی به دا ځل کېدو ته نه پرېږدي ځکه چې دوی د يو کال وروستو د مصلحت په بنياد له زندانه خوشې شي خو د پيپلز ګوند مشران لس او دولس کاله په جېلونو کې تېر کړي بيا عدالت فیصله وکړي چې خوشې يې کړئ.

"که دا ځل چا د اېن ار او کولو هڅه وکړه نو موږ به نه يواځې دا ردوو بلکې منع کوو به يې هم. دا څه ملنډه ده چې لس لس او دولس دولس کاله موږ په جېلونو کې يو بيا شل پينځويشت کاله پس د عدالت فیصله راشي چې بري يې کړئ. تاسو بس ۱۲ مياشتې پس له جېله راووځئ، نېغ سرور محل ته ولاړ شئ، بيا راشئ او په درې مياشتو کې مو کېسونه ختم شي، دا دوه ډوله انصاف به نه منو"

د ذکر ده چې له دې وړاندې هم بلاول په يوه مرکه کې ويلي وو چې هغه په ذاتي توګه د بېنظير بوټود وژنې ذمه وار پروېزمشرف بولي ځکه چې د بېنظير بوټوسرکاري ساتندویان له کسته لیرې کړل شوي ول.

XS
SM
MD
LG