د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د هغې شخصیت بې نظیر وو'


د بېنظیر بوټو د مرګ ۱۰ کاله پوره شول، خو د هغې په وژنه رسیدلې غم لا هم تازه دی. په پاکستان کې ښځې سیاستوالې وایي هغه د دوی لپاره یوه رول ماډله وه. په هغه وخت کې په سیاسي منظر کې د هغې موجودګۍ ښځو له ډاډ ورکړی وو.

د عوامي نېشنل ګوند جمیلا ګیلاني وایي بیګم نسیم ولې خان او بېنظیر بوټو هغه دوه سیاستوالې دي چې د پاکستان په سیاست کې یو ښه رول لري، دغو دواړو له سړیو سره یو شان کار کړی دی.

​د خیبر پښتونخوا د صوبایي اسمبلۍ غړې نسیم حیات وایي بېنظیرې ښځو له سیاسي بیداري ورکړې ده. هغه وایي دې له بې نظیرې سره لیدلي وو د هغې په جلسو کې یي ګډون کړی وو، او زیاتوي کله چې به هغې وېنا شورو کړه، نو په خلکو کې به یوه جذبه پیدا شوه.

نسیم حیات وايي هغې به خلک ځانته راښکل.

یوه بله سیاستواله شازیه اورنګزېب وایي بیګم نسیم او بېنظیرې د پاکستان په سیاسي منظر کې د ښځو رول روښانه کړی، او دا یي ښودلي چې دوی په سیاست کې له سړیو کمې نه دي.

تاندې هیلې
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:48 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

ځوانه سیاستواله شازیه طماس وایي د بېنظیر بوټو تر مرګ وروسته پیدا شوې خلا لا هم نه ده ډکه شوې او دې ته نه ښکاري چې یوه بله داسې بېنظیره به پیدا شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG