د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول بټو: زما مور جنرال پروېز مشرف وژلې ده


د پاکستان پیپلز ګوند چیېرمېن بلاول بوټو زرداري د شورو په ورځ تور پورې کړ چې پخوانی پوځي واکمن پرویز مشرف یې د مور قاتل دی.

دا خبره بلاول زرداري د چارشنبې پر ورځ په ګړهي خدا بخش کې د خپلې مور او د پاکستان د پخوانۍ وزيراعظمې بېنظير بوټو لسم تلين لماځلو په وخت راټولو شویو زرګونو پلویانو ته وکړه.

تر دې مخکې بلاول زرداري خپلو پلویانو ته ویلي ول چې بینظیر بوټو ته په دې وجه سزا ورکړل شوه چې د جمهوریت لپاره یې هلې ځلې کولای او له خپلو خلکو سره یې مینه لرله.

نوموړي د خپلې مور د وژنې کېس په لړ کې څه ذمه واري د عدلیې په سر هم راوسته چې ولې یې د مرګ معمه تر اوسه حل نه ده او د کېس فېصله ولې نه ده شوی.

خو بیا پرویز مشرف د تورونو په غبرګون کې بي بي سي ته ویلي چې د هغه د واک په موده کې کېدای شي داسې عناصر موجود ول چې له طالبانو سره یې د بینظیر د وژنې سازش کړی و.

بېنظير بوټو د ۲۰۰۷م کال د دسمبر پر ۲۷مه د راولپنډۍ په لياقت باغ کې تر جلسه وروسته په ځانمرګي بريد کې وژل شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG