د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا اصلاحاتو کمېټۍ پراخه او په کاري ډله واړول شوه


د پاکستان وفاقي کابینه وایي چې د فاټا اصلاحاتو لپاره ګمارلې کمېټۍ به د کابینې د یوې څانګې په توګه د اصلاحاتو بهیر پرمخ وړي. دا فیصله بېګا د وزیراعظم په مشرۍ د وفاقي کابینې په غونډه کې وشوه.

له پاکستان وزیراعظم هاوسه جاري شوې خبر پاڼه وایي د قامي عملدرامد د اعلا پایې کمیټۍ کې به د دفاع وزیر او د پېښور کور کمانډر هم وي.

د لوړې کچې دغه کمېټه به ټولې ښکېلې غاړې په اعتماد کې اخلي او په فاټا اصلاحاتو د عملدرامد وروستۍ مسوده به جوړوي.

د سېفران وزیر مملکت غالب خان وایي چې د راتلونکې کال له اتم جنورۍ پیلېدونکې د قامي اسمبلۍ په غونډه کې به د فاټا اصلاحاتو بل وړاندې کېږي.

غالب خان وایي چې په دې کمیټۍ کې د لوړې کچې چارواکیو له ګډون سره به د فاټا اصلاحاتو بهیرنور ګړندی شي.

خو له قبایلي سیمې د سېنېټ غړی سجاد توري وایي چې د فاټا اصلاحاتو عمليکېدل ورته مشکل ښکاري.

تېره اونۍ د سېفران وزیر عبدلقادر بلوڅ ویلي ول، د فاټا پر معامله حکومت لا نورو سلا مشورو ته اړتیا لري خو له دې سره سم یې دا هم ویلي ول چې د دوی حکومت به د فاټا اصلاحاتي عمل پيلوي او او هم دوی به یې سر ته رسوي.

واضحه دې وي چې هم تېره اونۍ په قامي اسمبلۍ کې د فاټا اصلاحاتي بل نه وړاندېکولو له وجې مخالفو ډلو احتجاج کړی وو.

وفاقي کابینې د سږ کال په مارچ میاشت کې د فاټا اصلاحاتو منظوري ورکړې وه خو لا هم پرې هېڅ کاروایي نه ده شوې. فاټا خېبر بښتونخوا کې شامولو په اړه جمعیت علمای اسلام ف ډله او پښتونخوا ملي عوامی ګوند تحفظات لري او وایي چې د اصلاحاتو بهیر دې د فاټا ولس په خوښه وکړل شي.

XS
SM
MD
LG