د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بېنظير بوټو لسم تلين لمانځل کېږي


د پاکستان پخوانۍ وزيراعظمې او د پيپلز ګوند د مشرې بېنظير بوټو ​ لسم تلين نن نمانځل کېږي او دې لړ کې مرکزي دستوره به د سيند صوبې په ګړي خدابخش سيمه کې د هغې د مزار سره نزدې کېږي.

د پيپلزګوند د بېلا بېلو مشرانو ترڅنګ د نورو ګوندونو مشرانو هم بېنظير بوټو ​ ته د پېغامونو له لارې د عقيدت پېرزونې وړاندې کړې دي او د هغې قرباني يې د جمهوريت د پياوړتيا په لور ګام ګرځولی دی.

بېنظير بوټو چې د اسلامي نړۍ د يو هېواد کم عمره او لومړۍ ښځينه وزيراعظمه وه، هغه په لومړي ځل په ۱۹۹۳م او بيا په ۱۹۹۶م کې د پاکستان وزيراعظمه ټاکل شوې وه.

د پوځي واکمن جنرل (ر) پروېزمشرف په وخت کې جلاوطنه شوې وه او د ۲۰۰۷م د اکتوبر په مياشت کې بېرته وطن ته راغله. د کراچۍ په کارساز سيمه کې د هغې د هرکلي په کاروان بريد شوی وو چې پکې له ۱۵۰ زيات کسان وژل شوي وو خو هغه بچ پاتې شوې وه. بيا په هم دغه کال د دسمبر پر ۲۷مه د راولپنډۍ په لياقت باغ کې د جلسي وروسته په ځانمرګې بريد کې ووژل شوه.

پيپلز ګوند هر کال د دسمبر پر ۲۷مه د هغې تلين نمانځي او پر دې مناسبت په ګړي خدا بخش سيمه کې د هغې د مزار سره نزدې يوه لويه غونډه کوي.

د بېنظير بوټو ​ د لسم تلين پر مناسبت د پيپلزګوند د بېلا بېلو مشرانو له خوا د هغې پېغامونه هم جاري کړی شوې دي چې پکې هغې ته عقيدت پېرزونې وړاندې کړې شوې دي.

د پيپلزګوند چېرمېن او د بېنظير بوټو ​ زوي بلاول بهټوزرداري له خوا جاري شوي بيان کې ويل شوي چې بېنظير بوټو ​ د ښکته طبقې د ولس او جهموريت لپاره په کوششونو کې خپل پلار، وروڼه او مور له لاسه ورکړل خو هغه هڅې يې روانې وساتلې چې پلار نيکه يې پېل کړې وې.

د پاکستان پيپلز ګوند شريک مشر او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د بېنظیر بوټو لسم تلين په مناسبت په يو پيغام کې ويلي دي چې بېنظير بوټو د هغو عناصرو پرضد جګړه کوله چې د مذهب په نامه يې هېواد د يرغمال کولو کوشش کولو.

اصف زداري وويل چې بېنظر بوټو په پاکستان کې جمهوريت ته وده ورکړې وه او پيپلز ګوند د دې لپاره ‌ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

د پاکستان پخواني وزيراعظم سيديوسف رضا ګيلاني په خپل پېغام کې ويلي چې پاکستان نن د کومو ستونزو سره مخ دی د هغې د هواري لار بېنظيربهټو ته معلوم وو.

د سيند پخواني اعلا وزير او د بېنظير بوټو نزدې سياسي ملګري سيدقايم علي شاه په يو بيان کې ويلي چې هغه لکه د پلار يوه ښه لارښوونکې وه چې ګرانه ده نړۍ بيا د هغې په رنګ انسان وويني.

د ذکر دہ چې د بېنظير بوټو ​ د مرګ ذمه واري وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان منلې وه او دې لړ کې پينځه کسان نيول شوي هم وو خو عدالت د ثبوتونو د کمي په بنياد د هغوي د خوشې کولو امر جاري کړی وو.

پيپلزګوند بيا بيا تور لګوي چې د هغه وخت پوځي واکمن پروېزمشرف له خوا د پوره امنيتي ګامونو نه پورته کولو له وجېبېنظير بوټو ​وژل شوې وه خو پروېزمشرف دغه تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG