د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د چین منځګړیتوب ته خوشبینی دی


افغان حکومت وايي هیله من دی چې د چین په منځګړتوب هڅې به د پاکستان او افغانستان د اړیکو یو نوی دور پرانیزي.

د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز پرون په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، ممکنه ده چې وزیراعظم نوازشریف او افغان ولسمشراشرف غني د چارشنبې په ورځ په دوشنبې ښار کې د افغانستان، پاکستان او تاجکستان په درې اړخیزه غونډه کې ملاقات وکړي.

بلخوا تیره ورځ له مشال ریډیو سره د خبرو پرمهال د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال د دې سرمشریزې په اړه څه ونه ویل خو هیله یې څرګنده کړه چې د چین په منځګړتوب هڅې به د کابل او اسلام آباد د اړیکو له ښه کیدو سره مرسته وکړي.

دا راز د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د افغانستان او پاکستان د ترینګلو اړیکو د ښه کولو د هڅو په ترڅ کې په پام کې ده چې نژدې راتلونکي کې یو باصلاحیته پاکستانی وفد کابل ته سفر وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG