د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ډاکټر خالق زيار کله هم بې منطقه خبره نه کوله'


د پښتو ژبې د ليکوال، شاعر او ژباړن ډاکټرخالق زيار لومړی تلين د هغه په پلارنۍ سيمه سېدراجوړ درګۍ کې د ګل په ورځ ولمانځل شوه چې پکې د پښتونخوا د بېلا بېلو سيمو نه شاعرانو او ليکوالانو ګډون درلود.

دا دستوره پښتو ادبي او کلتوري جرګې راجوړه کړې وه د کوم چې ډاکټر خالق زيار د مرګ نه وړاندي سينير نايب صدر وو.

په دستوره کې ويناوالو په نظميه او نثري بڼه ډاکټر خالق زيار ته د عقيدت پېرزونې وړاندې کړې.

​د دستورې وروستو نورالامين يوسفزي وويل چې ډاکټر خالق زيار د حالاتو له سنګينۍ خبر وو او هغه په خپله شاعرۍ کې په جانانه انداز کې د دې حالاتو نه خپل ولس خبر کړی او هم دا د يو مفکر دانشور کار وي چې خپل ولس د خپل ليک يا وينا له لارې د راتلونکي حالاتو يا موجوده کړمو نه خبر کړي.

د يوسفزي په وينا چې وحشت په موږ کې دی او له دغه وحشته عالم انسانيت ته اړول د مفکرينو کار دی، د دوي فکر رڼا ده.

"دا په يو کس نه کېږي، دا فکر به عام کول غواړي او رښتيا به ويل غواړي. ډاکټر صېب چې چا سره ولاړ وو ښه ښکاره ولاړ وو او هم د دغسې مفکرينو د فکر نه رڼا اخستل غواړي"

دغه دستورې ته له صوابۍ راغلې د صوبايي اسمبلۍ پخوانۍ غړې ډاکټر ياسمين جسيم وويل چې هغه يو مکمل انسان وو چې په خپله پېشه کې يې هم د غريب ولس مرسته کړې او چې څه يې ويلي نو په جار يې ويلي، له چا يې ويره نه ده محسوس کړې.

"هغه که سياست کړی او که شاعري نو د چا خوشامدي يې نه ده کړې. چې په زړه کې يې څه وو هغه يې په شاعرۍ کې هم ويلې. زموږ په زړه کې څه دي او موږ يې نه شو ويلی هغه ډاکټرصيب ويلي دي"

د ډاکټر خالق زيار ورور رازق جان وويل چې د يو ورور په حېث ډاکټرخالق زيار په کور دننه او بهر په اتفاق زور راوړو او چې کله به يې هم خبره کوله نو په دليل او منطق يې کړې ځکه هر مشر او کشر د هغه خبره منلې ده او دوي د هغه د ياد ساتلو لپاره په خپل ځای کې خصوصې سټېج هم په دې غرض جوړ کړی چې هر کال به د هغه دا ورځ نمانځي.

"په نن دور کې زما سترګې پر چا نه خوښېږي چې د ډاکټرصېب خيالونو او فکرونو ته ورسېږي. هغه چې به له ما سره په موجوده سياست کومې خبرې کولې، کوم بحثونه به مو کول نو هغسې ما ته څوک نه ښکاري. خدای دې وکړي چې دغسې ډېر خلک راپېدا شي خو د ډاکټرصېب په تلو پښتنو لويه کمي محسوس کړې ده"

په دستوره کې شاعر او ليکوال اقبال حسېن افکار په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ډاکټر عمرزاخېلوال له خوا دستورې ته رالېږلی خصوصي پېغام واوروو.

د پېښې په پای کې يو ځوان مجسمه جوړوونکي کامران خان د ډاکټرخالق زيار کورنۍ ته په لاسو جوړه شوې مجسمه وړاندې کړه کومه چې د کامران لومړۍ مجسمه هم وه.

د دې ترڅنګ په دې دستوره کې د ډاکټرخالق زيار د مرګ نه وروسته چاپ کتاب "خپل رباب خپله نغمه" مخکتنه هم وشوه.

XS
SM
MD
LG