د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا ممکنه انضمام خاصه دار ځواک اندېښمن کړی دی


د فاټا ممکنه انضمام خاصه دار ځواک اندېښمن کړی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:34 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د قبایلي سیمو د خاصه دار ځواک یوه کمېټۍ جوړه کړې چې موخه یې له خیبر پښتونخوا سره د ګډېدو په صورت کې خپلې دندې او نوکریانې خوندي ساتل دي. د ګل په ورځ د پېښور په یوه ځايي هوټل کې دوی یوه غونډه وکړه او خپل استازي یې وټاکل. د دغه کمېټۍ ویاند صوبیدار مېجر سید جلال له مشال راډيو سره په مرکه کې ویلي دي که چېرته له خیبر پښتونخوا سره د ګډېدو په بهیر کې دوی و نه غږول شول او یا د قبايلي سیمو د ۲۸۰۰۰ خاصه دارو د نوکریو جاري ساتلو یا په پولیس کې ورته د شاملولو ډاډ ور نه کړل شو نو دوی به بیا د احتجاج لپاره اسلام اباد ته ځي. له ښاغلي جلال سره په پېښور کې د مشال راډيو خبریال غلام غوث مرکه کړې ده.

XS
SM
MD
LG