د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ترکيه کې ۲۷۰۰ کسان له کاره ګوښه شوي

په ترکيه کې ۲۷۵۶ کسان له ترهګرو ډلو سره د تړاو په تور له دندو لرې کړل شوي دي.

د دې کسانو د ګوښه کولو حکم د ډېسېمبر پر ۲۴ مه وشو.

په دې کې په سلګونو عسکر او امنيتي کارکوونکي، ۱۵۰ اکاډميکان او د پوهنتونونو کارکوونکي شامل دي.

چارواکي وايي چې دا ګام يې د تېر کال د ناکامې کودتا وروسته اخيستی دی.

ترکيه د تېرکال جولايي مياشتې د کودتا تور په امريکا کې مېشت فتح الله ګولن باندې لګوي.

تر اوسه پورې په دې تړاو يو لاک ۱۰ زره حکومتي کارکوونکي له کار لرې شوي يا معطله کړل شوي دي.

حکومت له فتح الله ګولن سره د تړاو په شک تر ۵۰ زره زيات کسان زندان ته اچولي دي.

خو ګولن انکار کوي چې په کودتا کې لاس نه لري.

د کودتا د هڅې پر مهال ۲۴۷ کسان وژل شوي ول.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG