د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کتالونیا بېلتونپالی غواړي خپلې سیمې ته ستون شي


کارلس پویجدېمونت د انتخاباتو تر نتیجو وروسته وینا کوي
کارلس پویجدېمونت د انتخاباتو تر نتیجو وروسته وینا کوي

د کتالونیا د بېلتونپالو مشر کارلس پویجدېمونت د هسپانیې له حکومته غوښتنه کړې چې ده ته د نوي پارلېمان پرانیستو لپاره د ورتګ اجازه ورکړي.

پویجدېمونت د خالي پر ورځ له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، ((زه غواړم څومره ژر چې ممکنه وي، کتالونیا ته ستون شم. غواړم همدا اوس ستون شم، دا به د هسپانیې لپاره ښه خبره وي.))

هغه له هېواده تر وتلو مخکې، د اکتوبر تر میاشت پورې د کتالونیا ولسمشر وو.

د هسپانیې حکومت وايي، پویجدېمونت د کتالونیا د خپلواکۍ په اړه د ناقانونه ټولپوښتنې کولو او د خپلواکۍ اعلانولو په تورونو ونیسي.

نوموړی دا مهال د بیلجییم په پلازمېنه برسلز کې جلاوطنه دی.

د هسپانیې د شتمنې سیمې کتالونیا بېلتونپالو د پنجشنبې پر ورځ په انتخاباتو کې کمزوری اکثریت تر لاسه کړ چې د هسپانیې د وزیراعظم ماریانو راخویې او د اروپايي ټولنې د هغو مشرانو لپاره ناکامي ګڼل کېږي چې د نوموړي ملاتړ یې کاوه.

د انتخاباتو نتیجه ښايي هغه سیاسي کړکېچ اوږد کړي چې له کبله یې د هسپانیې اقتصاد زیانمن شوی او له سیمې څخه کاروبارونه وتلي دي.

راخویې د پخواني بېلونپالي حکومت تر ړنګولو وروسته انتخابات اعلان کړي ول او هیله من وو چې د کتالونیا ((خاموشه اکثریت)) به په قاطع ډول په انتخاباتو کې د بېلتونپالنې په مخالفت کې رایه ورکړي.

د توقع خلاف دې نتیجې له واکه د لرې کړي ولسمشر کارلس پویجدېمونت د بیا واکمنۍ لپاره حالات برابر کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG