د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالرزاق چیمه: ۱۲ مقدمې مو پوځي عدالتونو ته سپارلې دي


د بلوچستان پولیس وايي په ۲۰۱۷م کال کې په صوبه کې څلور ځانمرګو بریدونو ۵۵ کسان وژلي او دوی د ترهګرۍ په تړاو ۱۶ مقدمې پوځې عدالتونو ته سپارلې دي.

د ا خبره د کوټې ډي آی جي عبدالرزاق چیمه د جمعې په ورځ یو خبري غوندې ته د وینا پر مهال کړې ده.

عبدالرزاق چیمه په صوبه کې د ترهګرۍ پېښو ته په اشاره وویل ، “ په ۲۰۱۷م کال کې تر اوسه څلور ځانمرګي بریدونه شوي دي چې ۵۵ کسان پکې وژل شوي دي”.

نوموړي وویل چې په وژل شوو کې ۱۲ پولیس ، ۱۰ پوځي عسکر او ۲۳ عادي وګړي شامل دي او د دې تر څنګ شاوخوا ۲۷۰ کسان ټپي شوي هم دي.

عبدالرزاق چیمه د ۲۰۱۷م کال په اوږدو کې د هدفي وژنو په اړه وویل چې تر اوسه ۴۹ سرحدي عکسر او پولیس وژل شوي دي او تېر کال دا شمېره ۵۵ وه.

په بلوچستان کې کې د روان کال په ترڅ کې پر پولیسو او ملېشه ځواکونو ډېر بریدونه شوي چې هدف یې د پولیسو د چارواکو په وینا د دوی د حوصلې ټیټولو هڅې دي.

عبدالرزاق چیمهوویل پولیس د عدالت تر اجازت وروسته په ۲۰۷۱م کې تر اوسه ۴۵ زره کلوګرامه بارودي مواد له منځه وړي دي.

نوموړي پر نیول شوو مشکوکو ترهګرو د مقدمو چلولو په اړه وویل جې دوی ۱۲ مقدمې پوځي عدالتونو ته سپارلې دي.

عبدالرزاق چیمه دا هم وویل چې دوی په دې کې بریالي شوي چې په ۷۱ فیصده مقدمو کې د بېلا بېلو عدالتونو له خوا تورنو کسان ته سزا ورکوي.

د نشي توکو په اړه د یو پوښتنې په ځواب کې عبدالرزاق چیمه زیاته کړه چېپه روان کال کې یې ۴۳۲ مقدمې لاسلیک کړي او په لویه کچه یې چرس ، ییروهین او نور نشي توکي نیولي دي.

XS
SM
MD
LG