د ((ټولنه او سختدريځي)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست
اوسمهال د سخت دريځۍ پديده تر يوې سيمې يا هېواد پورې محدوده نه ده بلکې د نړۍ يو شمېر سيمې ورڅخه اغېزمنې شوي دي. د مشال راډیو اوونيزې خپرونې ((ټولنه او سختدريځي)) په دې برخه کې په پاکستان کې د سختدريځۍ پر ودې بحث شوی دی. دا چې په پاکستان کې سختدريځي له کله او څنګه پيدا شوه او د دې عوامل څه و؟ په روانه خپرونه کې يې تفصيل اورېدلای شئ.
دا خپرونه احمد شاه اعظمي وړاندې کوي.
خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.