د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور حکومت د معذوره طالبعلمانو لپاره اسانتیاوې اعلان کړې


د پنجشنبې په ماښام ناوخته د خېبر پښتونخوا د اعلی تعليم محکمې لخوا اعلی تعليمي ادارو ته لېږل شوې اعلامېي کې ویل شوي دي چې په کالجونو او يونيورسټيو کې معذوره کسانو ته په داخلو کې دې د عمر په حد کې تر لسو کالو پورې اسانتياوې ورکړل شي.

د اعلاميې مطابق د معذوره زدو کونکيو اسانتياوو لپاره دې دوی له د ټرانسپورټ يا د ځانګړيو ګاړو، لارو جوړولو او تشنابونو انتظام وکړل شي.

د پېښور پوهنتون د سياسياتو څانګې زده کونکې محمد اوېس وايي، داسې اعلانونه مخکې وختونو کې هم شوي دي خو په عملي توګه کارونه نه کېږي.

د تعليمي ادارو مشرانو ته دا هم ویل شوي دي چې په تعليمي ادارو کې دې له معذورانو د داخلې او د هاسټل فيسونه نه اخېستل کېږي.

خو بل خوا د حکومتي اعلان په اړه د پېښور پوهنتون د سياسياتو څانګې زده کونکې محمد اوېس وايي، داسې اعلانونه مخکې وختونو کې هم شوي دي خو په عملي توګه کارونه نه کېږي.

د ده په وینا چې د ده تر څنګ نور معذوره زده کونکي او په خصوصي توګه جسماني معذوران هره ورځ په تعليمي ادارو کې له يوشمېر مسلو سره مخامخېږي.

"دلته د معذورانو د تګ راتګ لپاره ځانګړې لار نه شته، د ګوډانو بایسکل نه شته.بل دا چې پر پوړو د لاس نیولو لپاره جنګلې نه شته. په پېښور پوهنتون کې دننه ټريفيکې نظام ډېر خراب دی چې هلته يو عام تن ته ګرځېدل ګران وي نو معذوره تن به څنګه پکې وګرځي. هيله ده چې په دې اعلان عملي کار هم وشي ځکه چې دلته اعلانونه کېږي خو بيا هېڅ کار پرې نه کېږي.''

د تعليمي چارو کار پوه شفيق ګګيانې په دې اړه وايي چې معذوره خلکو ته په تعليم کې مرستې ورکولو سره به نه يواځې دوي ته خپل بنيادي د تعليم تر لاسه کولو حق مېلاو شي بلکې د دوي ژوند ښه کېدو سره سره به دوي د ټولنې په پر مختګ کې هم خپل يو مثبت کردار ولوبوي

''چې يو کس ته موږ په بيا بيا وايو چې ته معذوره يې ته څه نشې کولی موږ ټوله معاشره معذوره کوو نو بيا دې خلکو سره دا يوه لاره پاتې شي چې خېر خيرات وغواړي او د د ټولې ټولنې الميه دي،نو پکار نه ده چې معذوره خلکو ته موږ په سپک نظر وګورو،پکار ده چې دوي موږ خپل سوچ کې فېصلو کې او کړو وړو کې شامل کړو او د ټولنې ودي لپاره د دوي نه مثبت کار واخلو.''

واضحه دې وي چې له دې وړاندې د صوبې په اعلی تعليمي ادارو کې د معذوره زده کونکيو لپاره د ۳ پر ځايې د ۵ فيصده کوټې مختص کولو اعلان شوې وو خو لا تر دې دمه دا ګام عملي شوی نه دی.

XS
SM
MD
LG