د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کاتالونیا بېلتونپالي په ټاکنو کې بیا بریالي شول


د کاتالونی ولس د انتخاباتي بري جشن کوي
د کاتالونی ولس د انتخاباتي بري جشن کوي

د هسپانیې د شتمنې سیمې کاتالونیا بېلتونپالي ښايي د تېرې ورځې تر انتخاباتو وروسته بیا واک تر لاسه کړي.

دا د هسپانیې د وزیر اعظم ماریانو راخوی او د اروپايي ټولنې د هغو مشرانو لپاره ناکامي ګڼل کېږي چې د نوموړي ملاتړ یې کاوه. چارواکي وايي، د شاوخوا ټولو ووټونو شمېر ښيي چې بېلتونپالو ګوندونو د کاتالونیا په پارلېمان کې کمزوری اکثریت تر لاسه کړی دی.

دا نتیجه ښايي هغه سیاسي کړکېچ اوږد کړي چې له کبله یې د هسپانیې اقتصاد زیانمن شوی او له سیمې څخه کاروبارونه وتلي دي.

وزیر اعظم راخوی د پخواني بېلونپالي حکومت تر ړنګولو وروسته انتخابات اعلان کړي ول او هیله من وو چې د کاتالونیا ''خاموشه اکثریت'' به په انتخاباتو کې د بېلتونپالنې پرضد پرېکنده رایه ورکړي. د هیلې خلاف دا نتیجه له واکه د لیرې کړي ولسمشر کارلس پویجدېمون د بیا واکمنۍ لپاره حالات برابروي. نوموړي په برسلز کې د خپلې جلاوطنۍ پر وخت انتخاباتي کیمپېن وکړ. د انتخاباتو د نتیجو له کبله د یورو بیه پرېوته او د ونډو پر نړیوال بازار یې هم اغېز وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG