د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې د ټي پي رنځ وړیا علاج


د خېبر پښتونخوا په ګڼو سیمو کې صوبايي حکومت د ټي بي ناروغۍ د مخنيوي لپاره د صحت ګرځنده یا موبایل هېلت يونټ پروګرام پېل کړی دی.

د خېبر پښتونخوا د ټي بي کنټرول پروګرام محکمې تر مخه په ټول ملک کې "راځئ چې ټي بي ختمه کړو"کمپاين تر لاندې په خېبر پښتونخوا کې دا پروګرام پیل شوی دی.

د خېبر پښتونخوا پنځو ضلعو کې موبايل هيلت يونټ د ښارونو په ګډون لرو پرتو سيمو ته ځي او د ټې بي يا نري رنځ ناروغانو تشخيص به کوي او د هغوی به وړيا علاج کوي.

په دې اړه د خېبر پښتونخوا د ټي بي کنټرول پروګرام مشر ډاکټر مقصود علي خان مشال رایډیو ته وویل چې له دې ګام سره هغه خلکو ته اسانتياوې ورکړل شي کوم چې د خپل ناروغۍ لپاره په وخت روغتونونو ته نه شي رسېدای او هم داسې به د دې ناروغۍ مخنيوي لپاره مرستې هم تر لاسې شي.

نوموړی وايي،دا پنځه ګرځينده هېلت يونټ دي دا به د پېښور ګوټ ګوټ ته رسي هر يونين کونسل ته به ځي.

ده وویل،دا ناروغۍ چې په هره سیمه کې زیات وي هلته ځان به رسوي او د خلکو تشخيص به کوي او بيا به يې حکومت د دوی علاج کوي.

د ټي بي مخنيوي پروګرام تر مخه لومړی به له پېښوره پېل کېږي تر نوښار،مردان،صوابۍ او ډېره اسماعېل خان ضلعو په ګډون نورو سيمو هم غځول کېږي.

د ډاکټر مقصود په وینا، اوس ټي بي رنځ تر ډېره حده پورې د علاج وړ دی خو په وخت تشخيص او مکمل علاج نه کېدو له وجې دا ناروغۍ خطرناک کېدای شي.

نوموړ زیاتوي، تاسو داسې ناروغ ووینی چې هغه له دوه اوونۍ څخه ټوخی زیات وي په سينه يې درد راځي يا رېشه وي،تبه يې وي او خوله پرې زياته راځي وزن يې کمېږي نو داسې کس د ټي بي مخنيوي مرکز ته بیول پکار دي.

د خېبر پښتونخوا د ټي بي مخنيوي محکمې په وینا د موبايل يونټس علاوه به د ماشومانو لپاره هم د ټي بي د علاج مرکزونه پرانستل کېږي او په کومو سيمو کې د دې مرض ښکار ښځې زياتې دي او هغوی ښکاره نه دي نو تر هغوی رسېدو لپاره به د هایي سيکينډري سکولونو د زده کونکيو انجنو مرستې اخيستل کېږي.

د پاکستان ټې بي کنټرول پروګرام مطابق په پاکستان کې هر کال تر پنځه لکو پورې د ټي بي نوی کيسونه مخې ته راځي.

په خېبر پښتونخوا کې يې شمېره۶۰ زرو پورې ده چې پکې په زرګونو خلک بغېر د تشخيص او علاج کلونه تېر کړي.

XS
SM
MD
LG