د هلمند ولایت د لښکرګاه په وروستي برید کې چې نېږدې څلور تنه یې وژلي او ۲۹ نور یې ژوبل کړي دي. ویل کېږي ډېری مړه ژوبل ولسي وګړي دي.
په سیمه کې خلکو د ازادۍ راډیو خبریال ته وویل، چې برید د ماښام د لمانځه پر مهال شوی دی او ډېر ټپیان يې هټۍوال او عادي خلک دي.
د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي چې یوه ورځ وروسته د برید سيمې ته تللی وايي، په شااوخوا سیمو کې وینې او غوښې لا هم پرتې دي او د ډېرو لیریو سیمو څخه خلک د پېښې د ځای لیدلو ته راځي.