د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست د چرګانو، ترکاریو او شاتو له پلوه ځان بسیاینې ته نږدې شوی


خوست کې د ترکاریو شین کریزه خونه
خوست کې د ترکاریو شین کریزه خونه

په خوست کې د کرنې د ودې او د کلیو پراختیا برنامې CARD-F مسوولین وايي، چې د غوښینو او نسلي چرګانو اوشاتو د مچیو د یو شمېر فارمونو او شنو خونو د جوړولو له لارې یاد ولایت د چرګانو، ترکاریو او شاتو له پلوه ځان بسیاینې ته نږدې شوی دی.

دوی زیاتوي، پدې برخو کې په تطبیق شویو پروژو چې ۳ میلیونه ۷ لکه امریکايي ډالر لګښت شوی، د چرګانو دوه سوه واړه کورني فارمونه هغو ښځو ته هم جوړ شوي، چې کونډې او یا بې وزلې دي او پدې سره يې په ژوند کې ښه والۍ راغلی دی.

د دوشنبې په ورځ د کارډ-اف موسسې د دوه کلونو فعالیتونو د رپوټ ورکوونې د غونډې په څنډه کې د یاد دفتر ولایتي مسوول حیات وزیر عرفان مشال راډیو ته وویل، چې د دوی اداره د خوست په څلورو ولسوالیو او درې مرکزي واحدونو کې د شنو خونو د جوړولو همدارنګه ذ چرګانو اومچیو د رزونې په برخو کې فعالیت لري.

نوموړی زیاتوي، په خوست کې کارډ-اف په وروستیو دوو کلونو کې د لس زره نسلي چرګانو په ظرفیت یو فارم، د غوښینو چرګانو ۲۰ پنځه زریز فارمونه، بې وله کورنیو ته ۲۰۰ د هګیو د چرګانو واړه فارمونه، د چرګوړو یو تشخصیه کلینک، په کال کې د ۱۵۸ زره چرګوړو د تولید په ظرفیت یو ماشین، ۱۵۰ شنې خونې او سل د شاتو د مچیو فارمونه جوړ کړي دي.

ښاغلی عزفان وايي، چې په پوتنیو ارفامو کې د اوبو لګولو درې وړې پروژې هم شاملې دي.

حیات وزیر عرفان وویل:

''د دوی اوله برخه د چرګانو د روزنې برخه ده، چې پدې برخه کې يې یو لس زریز د نسلي چرګانو فارم جوړ کړی، شل يې د غوښینو چرګانو فارمونه جوړ کړي، یو کلینک او یو شل دوکانیز مارکیټ يې جوړ کړی، د دې تر څنګ يې خویندو ته ۲۰۰ واړه کورني د چرګانو فارمونه جوړ کړي دي.''

حیات وزیر عرفان زیاتوي، د نورو فارمونو د جوړولو لپاره هم سلګونو کسانو درخواستونه ورکړي او دوی هیله من دی، چې په راتلونکې کې به نور ورته پروګرامونه هم عملي کړي.

په خوست کې هم ډېرې داسې کورنۍ شته، چې ښځې په کې د کورنۍ د نفقې د پیدا کولو مسوولیتونه لري.

خوست: د چرګانو فارمونو مالکان دوی ته له نه پاملرنې شکایت کوي

د ولایتي شورا استازې زهره جلال وايي، ښځو لپاره هر هغه پروګرام چې د هغوی، د ژوند په ښه کولو کې لږ هم ګټور تمامیږي، ارزښت لري.

نوموړې زیاتوي:

''داسې ښځې لرو چې کونډې دي، خاوندان يې معیوب دي، یا يې خاوندان په نشه يي توکو روږدي دي، کارډ-ایف په خاصه توګه د ښځو لپاره چرګې توزیع کړي دي، دوی د دا ډول کورنیو فارمونو شمېر ۲۰۰ وښوده چې دا له ښځو سره پوره مرسته ده، که څه هم د چرګو ګټه به دومره نه وي خو د ښځو هغه لومړنۍ اړتیاوې پرې پوره کیږي.''

بلخوا د کرنیزو چارو کارپوه پوهنمل استاد اجمل خوستی د کرنې او مالداری په برخه کې په یاد ولایت کې پرمختګونه د یادونې وړ بولي او زیاتوي، چې پنځه یا شپږ کاله مخکې نسلي او غوښین چرګان، تازه ترکارۍ او شات یا ګبین له ګاونډي هېواد پاکستان څخه واردیدل، خو اوس هر څه په خپله خوست کې تولیدیږي.

یاده دې وي، افغانستان له هغو هېوادونو دی، چې د اقتصاد بنسټ يې په کرهڼه او مالداری ولاړ دی او بیا خوست یو داسې ولایت دی، چې د کال ټول موسمونه يې کرنې او مالدارۍ لپاره مساعد دي.

کتونکي پدې باور دي، کچیرې په خوست کې د کرنې او مالداری د پرمختیا برخې ته پاملرنه ډېره شي، نو پدې برخه کې به د خپلو ګاونډیو ولایتونو اړتیاوې چې په سړو سیمو کې راځي پوره کړي.

XS
SM
MD
LG