د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمد اقبال: د مشال خان مقدمه زموږ په حق کې روانه ده


د مشال خان پلار محمد اقبال خان
د مشال خان پلار محمد اقبال خان

د ۲۰۱۷م کال پر ۱۳مه نېټه د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د وژل شوي زده کوونکي مشال خان پلار محمد اقبال خان د جمعې په ورځ د خپل زوي د وژنې په مقدمه کې د وروستي ګواه په توګه خپل بيان ثبت کړی دی.

دا مقدمه د هريپور د ترهګرۍ مخنيوي عدالت کې روانه ده او تر دې دمه يو شمېر ګواهانو خپل بيانونه ریکارډ کړي دي.

د مشال پلار اقبال خان د شنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې هغه هم خپل بيان د جمعې په ورځ رېکارډ کړو چې پکې هغه نيول شوي او پاتې ملزمان د ويډيوګانو پر بنياد ونومول.

د ده په وينا چې دغه ملزمان په پلټنو کې مخې ته راغلي دي او په ويډيوګانو کې هم ليدل شوي دي.

د عدالت جج فضل سبحان خان په عدالت کې اقبال خان ۵۱م ګواه وو چې خپل بيان يې رېکار کړو.

اقبال خان هيله مند دی چې د دې مقدمې فېصله به د دوي په حق کې ډېر ژر وشي.

ده وویل ، "د مقدمې په حواله چې څومره ګواهان راغلي او زموږ وکيلانو چې څومره کار کړی په دې اړه وايم چې فېصله نوي بلکې نهه نوي فيصده زموږ په حق کې روانه ده"

د قانوني چارو کارپوه رحمان الله وايي چې په دې کې د ملزم بيان هم شاملول دي او له دې وروسته که ملزمان په خپله دفاع کې څه وړاندې کول غواړي نو هغوي هم کولای شي خو د دې هر څه پرته دا فېصله په پلټنو کېدلای شي.

د رحمان الله په وينا چې د مشال پلار په خپلو سترګو څه نه دي ليدلي نو اوس دا هر څه په پلټنو اډاڼه لري.

ده وویل که چېري سمې پلټنې شوې وي نو بيا چې کوم کسان پکې ککړ دي هغوي ته به سزا ورکول کېږي خو که پلټنې سمې نه وي شوي نو بيا دغه ملزمان بري کېدلای هم شي.

محمد اقبال خان وايي چې د مشال خان د وژنې وروستو يې د لوڼو تعليم پرځای ولاړ دی او هغوي لا هم خپلو تعليمي ادارو ته تګ نه شي کولی.

د امنيت په اړه د مشال پلار وايي چې صوبايي حکومت ورته پوليس اهلکار ورکړي دي او د اورېدنې پرمهال هم ورسره موجود وي.

د ذکر ده چې د مشال خان د وژنې مقدمه د هغه د پلار په درخواست له مردانه هريپور جېل ته لېږل شوې او هغه ويلي وو چې په مردان کې ورته امنيتي ستونزې دي نو ځکه دې دا مقدمه کوم درېم ګړي ځای ته ولېږل شي.

د مشال خان د وژنې په مقدمه کې تر دې دمه ۵۷ کسان د پوليسو له خوا نيول شوي دي او پوليس وايي چې درې نورو کسانو لټون روان دی.

د پاکستان سپريم کورټ هم د دې پېښې په خپله نوټس اخستی وو خو د يوې مودې راهسې د دې اورېدنه نه ده شوې.

په مشال خان د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی وو خو د خېبرپښتونخوا پوليسو له خوا په سپريم کورټ کې جمع کړی شوي پلټنيز راپور کې ويل شوي وو چې د هغه پرضد د مذهب د سپکاوي کوم ثبوت نه دی ترلاسه شوی.

XS
SM
MD
LG