د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پارلماني پلاوی کابل ته تللی دی


د افغانستان پارلمان
د افغانستان پارلمان

د پاکستان پارلماني پلاوی په داسې حال کې افغانستان تللی چې افغان حکومت د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې پر پاکستان د رښتونې همکارۍ نه کولو تور پورې کوي.

د افغانستان د مشرانو جرګې دویم مرستیال اصف صدیقي د شنبې په ورځ له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل، دغه پلاوی به د افغان ولسمشر اشرف غني ، اجرائیه رئیس عبدالل عبدالله او د ملي شورا د دواړو جرګو له مشرانو سر د لیدو تر څنګ له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم لیده کاته وکړي.

اصف صدیقي وویل ،" موږ د دې پلاوي هرکلی کوو او هېله مند یو چې دا سفر د دواړو هېوادونو د اړېکو په ښه کېدو کې مثبت رول ولوبوي”.

پاکستانۍ رسنۍ وايي چې د دسمبر په وروستیو کې به د افغانستان د ملي شوراد غړو یو پلاوی هم پاکستان ته سفر وکړي.

اصف صدیقي که څه هم د دې سفر نېټه په ډاګه نکړه خو ویې ویل چې دا سفر له وړاندې پلان شوی وو خو بیا د کابل په زنبق څلور لاره کې د تر سره شوي برید له کبله ځنډول شوی وو.

د افغانستان او پاکستان د پارلماني غړو ترمنځ د خبرو اترو دا لړۍ په ۲۰۱۵م کال کې پیل شوې وه چې – تر پولو هاخوا – نوم ورکړل شوی دی.

د یادونې ده چې د خبرو اترو دا لړۍ چې له" پولو هاخوا" نوم ورکړل شوی په ۲۰۱۵ کال کې پيل شوې او هدف یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه کول ښودل شوي.

د پاکستان د پارلمان او سیاسي ګوندونو له غړو جوړ یو پلاوي څو میاشتي مخکې هم په کابل کې له افغان چارواکو سره په کتنه کې ژمنه کړې وه چې له افغانستان سره د پاکستان د پخوانیو ژمنو د عملي کولو لپاره به د پاکستان پر حکومت فشار راوړي.

د کابل پوهنتون د سیاسي علومو استاد پوهاند ودیر ساپی وايي ، “که څومره د پاکستان غیر پوځي پلاوي افغانستان ته سفر وکړي خو هغوی واک نلري او اساسي مسله داده چې د پاکستان پوځ باید په افغانستان کې له مداخلو نه لاس واخلي."

نږدې دوه کاله کېږي چې د کابل او اسلام‎اباد ترمنځ سیاسي اړیکې ترینګلې دي.

افغان حکومت وايي ، اسلام‎اباد تروهکرو ته خوندي پټنځایونه ورکړي او د سولې د ټینګښت په برخه کې له افغانستان سره مرسته نه‎کوي خو پاکستان دا خبره ردوي او وايي چې دوی په افغانستان کې امن غواړي او د ترهګرۍ پرضد جګړې ته ژمن دی.

نجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG