د ۲۰۱۴ کال د دسمبر پر ۱۶مه نېټه وسله والو طالبانو پر یاد ښوونځي بريد وکړ چې پکې شاوخوا ۱۴۸ زدکوونکي ماشومان او استادان وژل شوي وو.
په وژل شويو کې زياتره زدکوونکي وو. د تحريک طالبان پاکستان ویاند عمر خراساني د دې برید زمه واري منلې وه.
د پېښور پر ارمي پبلک سکول تر بريد وروسته د پاکستان پارلمان په لومړي ځل د قامي اېکشن پلان په نوم د سخت ړریځۍ او ترهګرۍ ضد تګلاره جوړه کړه خو ځينې ګوندونه پر حکومت تور پورې کوي چې پر تګلاره عمل نه کوي.
خو حکومت وايي د قامي اېکشن پلان له مخې يې يو شمېر اقدامات کړي او په هېواد کې امنيتي حالت د پخوا په پرتله ښه شوی دی.
حکومتي چارواکي وايي چې د نشنل ایکشن پلان له مخې یې د پېښور پر سکول د برید په تړاو ځېنې وسله وال په دار هم ځړولي دي.
د ارمي پبلک سکول ماشومانو مېندو او پلرونو د شهدا فاونډېشن په نوم يو سازمان جوړ کړی چې په وار وار يې د دې پېښې د عدالتي پلټنې غوښتنه کوي خو لا هم دا غوښتنه منل شوې نه ده.