د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهود عالم تر وژلو څو ساعته له مخه


ما او ډاکټر ظهور عالم ۲۶ منټه خبرې وکړې خو د څه لپاره چې مې مرکه ورسره کوله د هغې په اړه مې تش يوه پوښتنه وکړای شوه.

زه په ۲۰۱۴ کال د ډېسېمبر پر شپاړسمه د پېښور پر ارمي پبلک شوې حمله کې د وژل شويو په ۱۴۸ زدکونکو او استادانو کې د يوه داسې ماشوم په مور او پلار پسې ګرځېدم چې د زوی وروستي يادونه راسره شريک کړي.

ما د ‍۱۳ کلن ماشوم شهود عالم پلار ډاکټر ظهور عالم ته فون وکړ خو چې څنګه مې د مرکې مقصد بيان کړ نو هغه په ځواب کې وويل چې (( يو منټ لږ دروازه بندوم.))

هغه زياته کړه چې هسې نه د شهود عالم مور او خور زما او ستا خبرې واوري او بيا د غم څپه ورباندې راشي.

ډاکټر ظهور عالم د خپل وژل شوي زوی په ياد کې پر جي ټي روډ يو يادګار جوړکړی دی.
ډاکټر ظهور عالم د خپل وژل شوي زوی په ياد کې پر جي ټي روډ يو يادګار جوړکړی دی.

خور او مور دواړه لا هم د شهود عالم غم په زړه ګرځوي خو تر درې کلني علاج وروسته هم نفسياتي ډاکټر يې د غم دوا و نه موندای شوه.

ډاکټر ظهور عالم ما ته د پوښتنې موقع را نه کړه او د زوی ستاينه يې پیل کړه.

د هغه لپاره د نړۍ پر سر د هغه د زوی په شان ښايسته، تکړه، خوش لباسه، خوش خوراکه بل نه وو.

لنډه دا چې د خپل پلار لپاره زوی د کاينات مرکز وو.

البته له هغه سره دا احساس هم وو، هسې نه زه فکر وکړم چې د زوی تعريف کوي نو دوه ځله يې د پښتو دا متل تېر کړ: ''هر شاه خېل ته خپل زوی خان خېل وي.''

و يې ويل چې زما مقصد د زوی بېځايه تعريف نه دی او که غواړې نو د هغه ځانګړې فېسبوک پاڼې ته ورشه.

په کال کې ۳۶۵ ورځې وي او درې کلونه وشول نو ۳۶۵ ته په درې کې ضرب ورکړه چې څومره ورځې جوړېږي.... خو ډاکټر ظهور عالم خبره پوره نه کړه او بېرته يې د خپل وژل شوي زوی د برياو ذکر پیل کړ.

هلته د هغه د ټولو انعامونو، دژوند د مختلفو لمحو تصويرونه او ويډيوګانې پرتې دي.

او بيا يې مشوره راکړه چې د فېسبوک پاڼه وګورئ نو ټولې پوښتنې به مو ځواب شي او له ماسره د مرکې ضرورت به پاتې نه شي.

خو بالاخره مې مرکې ته راضي کړ او چې مې و پوښتل له شهود عالم سره مو وروستي يادونه څه دي؟

لږ خاموشه شو، سړه اسوېلي یې واېستله او په ډېره بې زارۍ يې وويل، عجیبه تپوس دې وکړ.

ماته احساس وشو، خبره خو يې سمه ده چې تپوس عادي هم دی او او عجیبه هم خو بس غلی شوم.

خو هغه زما ځواب ته انتظار و نه کړ او زياته يې کړه: ''سهار مهال وو، موږ ناشته کوله، ما هګۍ خوړلې او هغه په تبخي پخې شوې سرې کړې غوښې د جوارو له ډوډۍ سره خوړلې، ما ورته وويل چې زويه هېڅ ست دې و نه کړ او له دې سره سم مې د جوارو له ډوډۍ يوه ټوټه را ماته کړه، هغه لاسونه سره وموښل، و يې ويل،بابا ډېر خوند يې وکړ.''

د پېښور ارمي سکول په وسله وال بريد کې ۱۴۸ کسان وژل شوي وو چې زياتره پکې زدکوونکي وو.
د پېښور ارمي سکول په وسله وال بريد کې ۱۴۸ کسان وژل شوي وو چې زياتره پکې زدکوونکي وو.

له دې وروسته مې هغه سکول ته ورساوه او هم په هغې ورځ يې د مرګ خبر راورسېد.

ما تپوس وکړ، په ژوند کې به دې څه تشه وي؟

هغه وويل چې په کال کې ۳۶۵ ورځې وي او درې کلونه وشول نو ۳۶۵ ته په درې کې ضرب ورکړه چې څومره ورځې جوړېږي.... خو هغه خبره پوره نه کړه او بیرته يې د خپل زوی برياو ذکر پیل کړ.

XS
SM
MD
LG