د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیکي هېلي: ایران په یمن کې حوثي یاغیانو ته وسلې ورکوي


په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې ویلي، واشنګټن کره شواهد لري چې ایران په یمن کې حوثي یاغیانو ته د وسلو په ورکولو، د ملګرو ملتونو د بندیزونو سرغړونه کړې.

نیکي هېلي تېر مازیګر د واشنګټن په یوه پوځي زېرمتون کې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، د دوی له شواهدو انکار نشي کېدای.

په زېرمتون کې د امریکا دفاعي چارواکو د وسلو ځېنې برخې نندارې ته ایښې دي.

هېلي وویل،امریکا د ایراني رژیم له لوري [په سیمه کې] بې ثباتۍ ته په توجو له ورکولو سره نوې لار انتخاب کړي.

دې وویل،د دې معنا دا ده چې واشنګټن یوازې د تهران پر اټومي پروګرام تمرکز نه کوي بلکې د هغه هېواد د بیلېسټېک توغندیو پروګرام، د وسلو برامداتو، د ترهګرو او نیابتي وسله والو او د امرانو ملاتړ ته جدي نظر کوي.

په زېرمتون کې د هغه لنډ واټن ویشتونکي بیلېسټېک توغندي ټوټې هم نندارې ته ایښوول شوې دي چې د امریکايي چارواکو په وینا، ایران جوړ کړی او تېره میاشت له یمن څخه د سعودي عرب په پلازمېنې ریاض کې د نړیوال هوايي ډګر لوري ته توغول شوی وو.

تهران حوثي یاغیانو ته د وسلو او توغندیو د ورکولو تور ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG