د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د قانوني اګاهۍ روزنیز کمپاین


د ملګرو ملتونو د پرمختیا څانګې یو اېن ډي پي د قوانینو په اړه مالوماتو لپاره د خېبر پښتونخوا په مختلفو ضلعو کې د ولسي اګاهۍ لپاره د قوانینو بنیادي پوهاوي په نوم رضاکارانو ته روزنه ورکوي.

دا تربیت د ملګرو ملتونو د پرمختیا څانګه د ملاکنډ پوهنتون په مرسته ورکوی.

د ملاکنډ‌ پوهنتون د قانون څانګې مشر عطا الله خان له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د مختلفو ضلعو نارینه او ښځینه کارکونکیو ته دا روزنه د حقونو او قوانینو پوهاوي لپاره ورکړې کیږي.

ده خپلو خبرو کې زیاته کړه چې دا قانوني -کارکوونکي [پېرا لیګلز] د خپلو سیمو پوهه خلک وي او خدايي خدمتګاران وي.

"د دې تربیت ورکولو مقصد دا دی چې دوی دا هنر زده کړي چې د خلکو ترمنځ وړې شخړې هواري کړي او سوله وکړي."

د ملګرو ملتونو د پرمختیا څانګې ترمخه چې تراوسه پورې سوات، ملاکنډ، کوز دیر او چترال کې ۲۳۹ کسان روزل شوي چې پکې ۱۰۳ پکې ښځې دي.

یادې ادارې په وینا چې دا قانوني -کارکوونکي د خلکو مرسته کوي خو دوی ته څه قانوني حیثیت نه دی ورکړل شوی.

د سوات یو قانوني -کارکوونکی ضیاالله چې په تېر اګست کې یې د بنیادي قوانینو په اړه تربیت ترلاسه کړې دې وایې چې نه یواځې د کلي خلک په قوانینو پوهه وي بلکې د کلي د خلکو یې څلویښت فیصده شخړې هم هوارې کړې دي.

''د یوې ښځې خاوند دولسو کالو راهیسي یورپ کې وو چې ښځې نه د واده نهه میاشت پس تللې و او یو ماشوم یې هم شوی و چې دغه سړي نه و لیدلی نو دوي ته به یې خرچ نه راستولو نو بیا موږ د هغه سړی کورنۍ سره ابطه وکړه او د دوي د خرچ مسله مو هواره کړه او وس دا شپږه اوومه میاشت ده چې ورته پېسې رالیږي."

د قانوني چارو کار پوه شهاب الدین خټک وایي چې له بده مرغه پاکستان کې عام ولس د قوانینو په حقله مالومات نه لري.

د ده په وینا عام ولس هله خبریږي چې کله ورته څه معامله پېښه شي.

"دا د یو اېن ډي پي یو ډېر ښه ګام دی او ورسره دا درخاست حکومت ته هم کوو چې بنیادي حقونو، د قوانینو د پوهې او احترام په اړه مالومات په نصاب کې شامل کړي."

د ملګرو ملتونو د پرمختیا ادارې یو اېن ډي پي کال ۲۰۱۶ کې په قامي کچ د قانوني -کارکوونکيو په اړه یوه غونډه کړې وه چې پکې ټولنه کې د قانوني -کارکوونکيو په ضرورت اتفاق شوی وو.

XS
SM
MD
LG