د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني پوځ مشر ډاډګېرنه: فاټا به ژر د خیبرپښتونخوا برخه شي


د قبايلي ځوانانو یوې ډلې د پاکستان پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره ليدلي دي او ترې خواست يې کړې چې فاټا اصلاحات عمليکولو کې دې خپل کردار ادا کړي.

د فاټا سټوډنټس ارګنايزېشن مشر شوکت عزيز مشال راډيو ته وويل چې نن د شورو پر ورځ د فاټا نېږدې ۱۵۰ ځوانانو او پيغلو د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره په جي اېچ کيو کې ملاقات وکړو او فاټا اصلاحاتو په لړ کې يې درې غوښتنې ورته کېښودې.چې فاټا دې په خېبرپښتونخوا کې شامله کړل شي. د ۲۰۱۸ کال په ټولټاکنو کې دې ورته د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ ورکړل شي او په اېن اېف سي اېوارډ کې دې ورته درې (۳) فيصده برخه ورکړل شي. عزیز وايي، جنرال قمر جاوېد باجوه ورته وويل چې فاټا په خېبرپښتونخوا کې د شاملولو پرېکړه شوې ده او کار پرې هم روان دې او هغه ورځ لیرې نه ده چې دا به عملي شي.

'حکومت د فاټا اصلاحاتو پر بل تر فشار لاندې دی'

د ګل په ورځ د سپريم کورټ او پېښور های کورټ واک تر قبايلي سيمو غځول د قامي اسمبلۍ د ايجنډې برخه ګرځول شوې خو وروستو له ايجنډې واېستل شوه د کوم پر سر چې مخالفه ګوندونو او د قبايلي سيمو پارليماني استازو په قامي اسمبلۍ کې دننه احتجاج وکړو.

خو د پارلماني چارو مرکزي وزير شېخ افتاب د نهې پرورځ د قامي اسمبلۍ غونډې ته وويل چې د جمعې پرورځ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د پارلماني مشرانو غونډه رابللې چې پکې به د قبايلي اصلاحاتو په راپور بحث کېږي او هيله ده چې د هغې ورستو به دغه قانوني بل اسمبلۍ ته راوړل شي کوم چې د ګل پرورځ له اېجنډې ويستل شوې وو،

د قبایلي سیمو د مشرانو ترڅنګ د ملک سیاسي او مذهبي ګوندونه په فاټا اصلاحاتو سره وېشل شوي دي.

فاټا اصلاحات: ولې ژمنې کېږي او ماتېږي؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جميعت علماء اسلام پشمول د فاټا ځينې منتخب پارلماني استازي قبايلي سيمې په خېبرپښتونخوا کې د ورګډولو مخالفت کوي او وايي چې تر هر ډول بدلون وړاندې دې د قبایلي سیمو له ولسه تپوس وکړل شي.

خو عوامي نېشنل ګوند، پاکستان تحريک انصاف، جماعت اسلامي، او پاکستان پيپلز ګوند پشمول یوشمير نور ګوندونه، د فاټا ځینې پارلېماني استازي او ځينې قبايلي مشران غوښتنه کوي چې حکومت دې په فاټا اصلاحاتو کې نور له ځنډه کار نه اخلي او ژر تر ژره دې ياده سیمه د خیبرپښتونخوا برخه وګرځوي.

د کرمې اېجنسۍ سره تعلق لرونکې نايله الطاف چې په ملاقات کې موجوده وه وايي چې په تېرو وختونو کې د مختلفو سياسي ګوندونو مشرانو سره ملاقات ورستو نن يې د پوځ مشر سره هم د فاټا اصلاحاتو په لړ کې وليدل او نوموړي ورته باور ورکړی چې دا غوښتنې به يېژر تر ژره ومنل شي.

د يادونې ده چې فاټا اصلاحاتو کې د ځنډ پرضد د نهې پرورځ جماعت اسلامي هم په اسلام اباد کې احتجاجي لاريون وکړ او حکومت ته يې تر یودېرشم (۳۱) دسمبره وخت ورکړو چې نه صرف فاټا دې د خېبر پښتونخوا برخه وګرځوي بلکې د سپريم کورټ او پېښور های کورټ واک دې تر قبايلي سيمو له غځولو سره سره په اېن اېف سي اېوارډ کې ورته درې (۳) فيصده برخه هم ورکړي او که حکومت يې تر ټاکلې نېټې غوښتنې و نه منلې نو له راتلونکې مياشتې به په اسلام اباد کې احتجاجي ناسته کوي.

XS
SM
MD
LG