د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خبريالانو ساتنې کمېټه: نړۍ کې ۲۶۲ خبريالان قېد دي


د سي جی پي ادارې مشر، جويل سايمن

د خبريالانو د ساتنې نړيواله کمېټه (Committee to Protect Journalists) وايي چې د ۲۰۱۷ کال دسمبر لومړۍ نېټې پورې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ۲۶۲ خبريالان په جېل کې وو. دې ادارې د دسمبر په ديارلسمه خپاره کړي رپورټ کې ويلي چې ترکيې تر ټولو ډېر ۷۳، چين ۴۱ او مصر ۲۰ خبريالان قېد کړي دي.

په پاکستان کې دوه صحافيان بنديان دي. په رپورټ کې راغلي چې يو خبريال د ګلت بلتستان، دولت جان متال دی. هغه د بانګ سحر ورځپاڼې ايډيټر دی چې د ۲۰۱۶ کال په اکتوبر کې نيول شوی. بانګ سحر د ګلګت بلتستان او خوا او شا سيمو پر سياسي چارو رپورټونه او مقالې خپرولې. پر متال تور دی چې د پاکستاني رياست خلاف ليکنې يې خپرې کړې دي. حکومت د نوموړي ورځپاڼه د هغه تر نيونې پنځه مياشتې مخکې بنده کړه.

دا هم ولولئ: اقبال خټک ته د فرانس حکومت جايزه ورکړه

د پاکستان دوهم کس چې د خبريالانو خوندي ساتلو ادارې CJP په دې رپورټ کې يې ذکر شوی، د پنجاب حافظ حسنين رضا دی. هغه د نوای وقت ورځپاڼې خبريال دی. نوموړی د ۲۰۱۶ کال په اپرېل کې خلک تشدد ته هڅولو او د ټولنې ثبات خرابولو په تور نيول شوی دی. حافظ حسنېن رضا د پنجاب په اوکاړه کې د زمکو پر جنجال د کړو رپورټونو له کبله بندي شوی او CJP ويلي پر هغه لګېدلي تورونه بې بنياده دي.

د دې ادارې مشر جويل سيمن ويلي په هيڅ يوه ټولنه کې بايد خبريال د خپل کار له وجې قېد نه شي. د هغه په وېنا کوم ملکونه چې خبريالانو زنداني کوي هغوی له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه کوي او د دې هېوادونو مخنيوی نه کول د نړيوالې ټولنې ناکامي ده.

د خبريالانو د خوندي ساتنې لپاره کارکوونکې ادارې CJP په دې رپورټ کې زياته کړې چې په ۲۶۲ قېد خبريالانو کې اکثره يې د ترهګرۍ ضد قوانينو لاندې د دروغو تورونو له کبله په جېل کې دي. په ځينو ځايونو کې خو د بنديخانو دننه حالت تر دې حده خراب دی چې پکې د پرتو خبريالانو صحت خراب شوی دی.

XS
SM
MD
LG