د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې دا وخت د ډالر قيمت په زياتېدو دی او روپۍ خپل ارزښت بایلي. اقتصادپوهانو اندېښنه ښودلې چې له د معاشي بحران راتلی شي او بهرني پورونه هم سېوا کېدلی شي.

په پاکستان کې له تېرې يوې اونۍ راهیسې په انټر بنک کې د ډالرو بیه لوړېږي چې دا وخت يو امريکايي ډالر په ۱۰۸ پاکستانۍ روپۍاخېستل کېږي او په ۱۱۰ روپۍ پلورل کېږي.

په دې اړه د اقتصادي چارو کار پوه پروفېسر ډاکټر معراج الحق وايي دا وخت پاکستان ته له نورو هېوادونو د ورځني استعمال څېزونو غوښتنه زياته شوې او له پاکستانه نورو ملکونو ته د څېزونو استولو کاروبار کم شوی دی.

د ده په وینا چې پاکستان په تجارتي خساره کې روان دی او که په دې قابو و نه موندل شو نو په ملک دننه له ګرانۍ سره سره به پاکستان په بهرنۍ قرضو کې نور هم راګېر شي.

(تجارتي خساره هله سېوا کېږي چې کله د ملک دننه د خلکو ضرورت د نورو ملکونو په سامان پوره کول کېږي نو دا يو اشاره ده چې زموږ په ملک کې کوم د څيزونوجوړولو صنعتونه دي که هغه زرعي دي او که انډسټريل دي نو د هغوی کارکردګي دومره ښه نه ده، نو د کوم ملک چې درامدات کمېږي او برامدات سېوا کېږي نو د هغه ملک په روپۍ هم فشار راځي لکه موږ له نړۍ سره کاروبار چې کوو نو په ډالرو کې یې کوو نو له دې سره د ډالر طلب سېوا کېږي او د هغې په مقابله کې د روپۍ غوښتنه کمېږې.)

د اقتصادي چارو یو بل پوه ډاکټر قیصر بنګالي مشال رېډيو ته وویل چې په تېرو څو کلنو کې په پاکستان کې په مصنوعي توګه د ډالر قيمت ودرول شوی وو د کوم چې اکثره زيان کېږې.

د نوموړي په وینا د پاکستان غلطو پالیسیو له وجې دا وخت پاکستان له معاشي بحران سره مخامخ دی. د روپۍ او ډالر په قيمتونو نظر ساتلو پرځای به د نوروو هېوادونونه مصنوعات او نور د ضرورت څېزونه لېږل او راغوښتو ته کتل وي او هم له دې لارې د ملک معیشت کې ثبات راتلی شي.

(په بنيادي توګه زموږ تر ټولو زيات درامداتو کې تېل او پټرول شامل دي چې کوم پاکستان ته په زيات مقدار کې راغوښتل کېږي. اوس به دا کتل وي چې موږ څنګه په ملک کې د تېلو پټرولو استعمال کمولې شو او د اکمېدلی هم شي. له دې علاوه برامداتو ته وده ورکولو لپاره به خپل صنعت ښه کول وي ځکه چې د حکومت بې سوچه پاليسو له وجې پاکستان کې صنعت په بندېدو دی نو چې پاکستان کې څه مصنوعات جوړېږي نه نو بهر په څنګه لېږل کېږي.)

د پاکستان اسټيټ بنک د اسنادو تر مخه مالياتي کال ۲۰۱۶م او ۲۰۱۷ مطابق پاکستان دا وخت د۶۲ اربه ډالر نه زياتبهرنۍ قرضو سره مخامخ دی. کارپوهان وايي چې که د ډالر قيمت زياتېږي نو نېغ په نېغه په پاکستان به قرضه نوره هم سېوا کېږي.

د کارپوهانو په وینا چې پاکستان ته به خپل تجارتي خسارې او ملک کې دننه د امروزه د ضرورت څيزونو ته په کتو خپلې تجارتي پاليسۍ ته بيا کتنه کول وي او که حکومت وغواړي نو د ملک پیسه مضبوطولی او په معيشت کې د نړۍ مقابله کولی شي.

د پاکستان اقتصادي ودې له پاره چین ته سترګې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:11 0:00

XS
SM
MD
LG