د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبېدالله بابت: په بلوچستان کې هیچا ته د ښکار اجازه نه ورکوو


عبېدالله جان بابت
عبېدالله جان بابت

د بلوچستان حکومت په صوبه کې د څاړو پر ښکار په بشپړه توګه بندیز لګولی دی او مرکزي حکومت ته یې ویلي چې چاته د ښکار کولو اجازت نامه ورنکړي.

دا پرېکړه د جمعې په ورځ په کوټه کې د وزیراعلی نواب ثناالله زهري په مشرۍ کې د صوبايي کابینې په شوې غونډه کې شوې ده.

په دې غونډه کې ویل شوي چې د پاکستان په اساسي قانون کې تر ۱۸م بدلون وروسته دا اوس د ښکار اجازت نامې ورکول او یا نه ورکول د صوبايي حکومتونو په واک کې دي.

د کابینې په غونډه کې پرېکړه شوې ده چې د ځنګلاتو او څاړو د خوندي کولو لپاره

به په صوبايي اسمبلۍ کې قانون سازي کېږي.

د ځنګلاتو لپاره د بلوچستان د وزیراعلی سلاکار عبېدالله جان بابت مشال راډیو ته وویل ، “ د کابینې په غونډه کې پر دې سلا وشوه چې د پاکستان مرکزي حکومت به په صوبه کې د ښکار لپاره هیچا ته اجازت نامې نه ورکوي”.

عبیدالله جان بابت وویل ، مرکزي حکومت به تر هر ډول ګام وړاندې له اړوند صوبايي ادارې سره خبره کوي.

نوموړي زیاته کړه چې دا ګام یې د دې لپاره پورته کړی دی چې په صوبه کې د څاړو په څیر مارغانو د نسل ختمېدو مخه ونیسي.

عبېدالله جان بابت وویل ، دوی په خپله حکومتي دوره کې د صوبې د ځنګلاتو پر وهلو او ښکار کولو سخت ګامونه پورته کړي دي.

په بلوچستان کې یو شمېر داسې سیمې دې چې ولس یې د ګېس نه درلودلو له کبله هلته موجود ځنګلونه وهي.

د وزیراعلی نواب ثناالله زهري په مشرۍ کې د کابینې غونډې له مرکزي حکومت دا غوښتنه هم کړې ده چې د بلوچستان هغو سیمو ته دې ګېس ورکړي کومې سیمې چې تر اوسه له دې اسانتیا بې برخې دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG