د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی وزیراعظم د اسلامي هیوادونو د سازمان غوڼدې ته ځي


د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي
د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي

د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي به د اسلامي هېوادونو سازمان - او ای سي - په غونډه کې ګډون کوي.

دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر وياند ډاکټر محمد فېصل د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې اونيزې خبري غونډې ته کړې ده.

ډاکټر محمد فېصل وويل وزيرعظم شاهد خاقان عباسي به د دسمبر پر ۱۳مه نېټه په استمبول کې کېدونکې دې غونډه کې برخه اخلي.

د اسلامي هیوادونو د سازمان دا غونډه د بېت المقدس په اړه د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کړي اعلان په اړه راغوښتل شوې ده.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روانې میاشتې پر ۶مه نېټه اعلان وکړ چې بېت المقدس د اسرایل رسمي پلازمېنه ده.

که څه هم امریکا له اسرایل سره ډېرې نژدې اړیکې لري خو یوه امریکايي ولسمشر هم تر اوسه داسې اعلان نه وو کړی.

ډاکټر محمد فېصل ویلي چې که څه هم د بیت المقدس په اړه له فلسطین سره همغږۍ روانې دي خو بیا به هم پاکستان د اسلامي هیوادونو د سازمان د تګلارې ملاتړ کوي.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف پر ټویټر پاڼه ولیکل چې

د امریکا دغه اقدام د فلسطینیانو او اسلامي نړۍ په وړاندې جبهه نیول دي.

د پاکستان پارلمان هم د پنجشنبې په ورځ د قرارداد له لارې په یوه خوله د امریکايي ولسمشر ډونلډ ترمپ دا ګام غندلی دی.

د پاکستان پخوانی سفیر او د سیاسي چارو پوه اياز وزير وايي ، پاکستان د اسلامي هیوادونو د سازمان مهم غړی دی او هلته به د اسلام اباد دریځ ډېر مهم وي.

ایاز وزیر وویل ، دا مسله یوازې په غندنو نشي هوارېدای بلکې ټول هیوادونه باید په ګډه دې امریکا د دې ګام مخالفت وکړي.

د ده په وینا ، دا ټول هیوادونه باید په یو ګډ قرارداد کې ووايي چې که امريکا خپله دا پرېکړه بیرته وانخلي نو به دوی سفارتي اړیکې ورسره ختمې کړي.

د نړۍ یو شمېر مشرانو دریځ خپل کړی چې د امریکا دا اعلان به په ځانګړې توګه په منځني ختیځ کې حالات لا پسې کړکېچن کړي.

XS
SM
MD
LG