د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ کې د بلوچستان ۲۰ زره ځوانان دي. باجوه


د پاکستان پوځ عام اړيکو څانګې ای اېس پي ار تر مخه د زيارت په ورځ کوټه کې د بلوچستان ترقۍ کې د ځوانانو کردار په اړه يوې غونډې ته د وېنا پر وخت د پوځ مشر ويلي چې پاکستان ډېر وسايل لرې ضرورت صرف انساني وسايل په سمه توګه استعمالول دي.

قمر جاوېد باجوه زياته کړه چې ځوان کهول زموږ بهتره وسايل دي د بلوچستان ځوانان هم د ملک د نورو برخودځوانانو په شان صلاحيت لري، که دوی ته ښه د روزګار موقعې ورکړل شي نو دوی د ملک په ترقۍ کې خپل کرادار لوبولی شي.

د بلوچستان ځوانان په امنیتي ځواکونو کې ګمارل کېږي

د پوځ مشر ويلي چې دا وخت په پاکستان پوځ کې تر ۲۰زرو زيات بلوچستان ځوانان خپل فرض تر سره کوي او ۲۵ زرو زيات زده کونکي د پوځ تر انتظام لاندې تعليمي ادارو کې زدهکړې کوي.

د دې بيان په اړه په بلوچستان کې د ځوانانو د حقونو او راتلونکې لار ښودنې لپارهکار کونکي ضيا خان مشال رېډيو ته ووېل چې بلوچستان لا هم تر دې دمه د ځوانانو پاليسي نه لري چې له وجې ځوانان د خپلو حقونو نه محرومه دي.

(دلته هغه موقعې نه شته کومې چې د پاکستان په نورو صوبو کې دي که هغه د تعليم په اړه وي،لوبو،لار ښودنې،روزګار او که نور تکنيکي هنر په اړه وي بله دا چې د بلوچستان تر اوسه پورې د ځوانانو پاليسي نېشته دا يوه ډېره د افسوس وړ خبره ده۔د پوځ د مشر دې بيان موږ له يو بل اميد راکړو او هيله لرو چې دا کومې خبرې وکړې دا به عملي کوي هم.)

د بلوچستان يو بل مدني فعال او د ځوانانو په اړه کارکونکې نذر بړېڅی وايي چې د بلوچستان ځوانانو ته دصوبايي او وفاقي حکوموتونو لخوا پام نه کېږي چې له وجې یې هغوی د محروميانو ښکار دي اوپه غلطو لارو روان دي.

(زموږ د صوبې ځوانان له یو لوی ناورین سره مخامخ دي. پکار خو دا وه چې دوی یو داسې ځای کې ناست وی چې یو څه مثبتې او تخليقي هلې ځلې یې کولای او خپل صلاحيتونو په کار راوستلی خو له بده مرغه زموږ ځوانان د کوټې حبيب نالې په غاړه ناست په نشي توکيوبوخت وي او په زرګونو شمېر کې ځوان لګيا دی په دې لور روان دی، د ځوان کل لپاره هېڅ يو د تفرېح ځای نه شته چې چرته دوی کښېني او څه مثبتې سرګرميانې وکړي، په کوټه ښار کې داسې هېڅ يو ځای او هوټل نه شته چې ځوانان هلته کښېنې او خپل نظر او سوچ له يوه بل سره شريک کړي.)

دکار پوهانو په وینا صوبايي او وفاقي حکومتونو ته به زر تر زره د بلوچستان ولس او ځوانانو لپاره ضروري ګامونه پورته کول وي چې دوی د ملک موثره وګړي جوړ شي او د محرومۍ له احساسه بهر راوځي.

‘څوک دې په هیروینو روږدی نه شي’
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:25 0:00

XS
SM
MD
LG