د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د بلوچستان پرمختګ د پاکستان ترقي ده'


د پاکستان پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه ويلي چې د بلوچستان پر مختګ د پاکستان پر مختګ دی۔ په بلوچستان کې امن راوستل د دوی لومړۍ ترجيح ده او زیاتوي کوم بلوڅ چې د دښمن د سازش ښکار دی د هغوی لپاره د دوی دروازې هر وخت خلاصې دي۔

نن په کوټه کې د بلوڅ عسکرو بریلیک پرېډ (ريکروټس پاسنګ آوټ پرېډ) یوې دستورې ته په وینا کې د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه وویل بلوچستان د پاکستان ډېره مهمه صوبه ده. دلته امن او ترقي راوستل د دویوړومبې ترجیح ده.

د آرمي چيف په وینا وه چې د بلوچستان په ترقۍ کې د پاکستان ترقي ده نو ځکه ملک دشمن عناصر د دغه صوبې د روښانه راتلونکې په لارو کې خنډونه پیدا کوياو په صوبه کې نا امني خوروي۔ خو بلوڅ ولس اوس له دښمن ارادو خبر شوی دی.

قانون نافذوونکې ادارې او د دې ځای ولس په صوبه کې امن راوستو کې خپل کرادر لوبوي۔

جنرل قمر جاويد باجوه وويل چې پاکستان پوځ د قامي يووالې ښکارونه ده په پوځ کې د هرې صوبې برابره برخه ده۔ د بلوچستان ګڼ ځوانان د پوځ، اېف سي، پوليس او د نورو ادارو برخه به جوړېږي۔

د پوح مشر زياته کړه چې د بلوچستان صوبه قدرتي وسايل او باصلاحيته ولس لري، هغه ورځ لیرې نه ده چې هم د دې وسايلو له لارې بلوڅ وروڼو لپاره به د ترقۍ نوې لارې پرانستل شي او سي پيک غوندې منصوبه به دا سيمه د ترقۍ پر لور روانه کړي۔

XS
SM
MD
LG