د لاسرسي ځای

بلوچستان کې د چین - پاکستان اقتصادي راهداري نه ترسترګو کېږي. جعفر مندوخېل


د بلوچستان ټرانسپورټ وزیر جعفر خان مندوخېل ویلي دي تر اوسه د چین ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ تر منصوبې لاندې په بلوچستان کې هېڅ یوه لویه پرمختیايي پروژې نه ده پیل شوې. “د مشال مرکه” کې د خبرو په وخت نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان وفاقي حکومت ورسره ژمنه کړې ده چې له ګوادره تر ژوبه او بیا تر ډېره اسماعیل خانه به موټروې جوړوي خو دا خبره لا د پروګرامنګ په کچه ده او لاس پرې لا نه دی پورې شوی.

XS
SM
MD
LG