د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولر د ټرمپ د بانکي حسابونو په اړه معلومات غوښتي


رپوټونه وايي، ځانګړي امریکايي څیړونکي روبرټ مولر د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه د کورنۍ د غړیو د بانکي حسابونو په اړه د جرمني له ”ډوچې بانک“ څخه د معلوماتو غوښتنه کړې ده.

رویټرز خبري اژانس په دې موضوع د حال لرونکو کسانو له خولې لیکلي چې مولر څو اونۍ وړاندې په یو غوښتنلیک کې له ” ډوچې بانک “ څخه د پیسو او کریډیټونو د ځینو اېستنو په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې ده.

یاد بانک تر دې وړاندې هم د رازونو د قانون له مخې داسې غوښتنې رد کړې دي او وايي چې دوی به د خپل یوه صارف په اړه هم څه تبصره ونکړي.

د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وکیل جې سیکولو دا رپوټونه دروغ بللي دي.

روبرټ مولر د امریکا د ۲۰۱۶م کال پر ولسمشریز ټاکنو د روس د ممکنه اغېز په اړه پلټنې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG